د جرمني “کاټبس” ښار دلته د نوی کډوالو راتګ بند کړ
د جرمني ” کاټبس ” ښار اعلان وکړ چې نور به نوي پناه غوښتوونکي او کډوال و نه مني، دا ځکه چې د راپورونو له مخې، په دې ښار کې کډوالو ګڼې حملې کړي دي.
د دې ښار په اوسیدونکیو کې وروسته له هغې غوسه او ویره خوره شوه چې له تاوتریخوالي ډکې، ګڼې پيښې تر سره شوې او نسبت یې کډوالو ته وشو.
د دې میاشتې په لومړیو کې جرمني پولیسو دوه سوریايي ځوانان ونیول، پر دوی شک دی چې پر یوه جرمني زلمي یې د چاقو ګوزارونه کړي او هغه یې ټپي کړی دی.
له دې یوه ورځ مخکې، د کاټبس چارواکیو یوه پنځلس کلن سوریايي هلک او د هغه پلار ته له ښار څخه د وتلو امر وکړ. دا کار وروسته له هغې وشو چې پر دغه هلک او دوه ملګرو یې پر یوې جرمني جوړې ( خاوند او میرمنه) د برید کولو شک وشو. ۵۱ کلن سړي او د هغه میرمنې ویلي چې له یوې مغازې بیرون پرې د تنیکو ځوانانو لخوا حمله شوې ده.
دغه کوچنی او کم نفوسه ښار، له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې نړیوالو شخړو له اسیا او منځني ختیځ څخه د کډوالۍ څپه راپورته کړه، له ۳۰۰۰ د زیاتو کډوالو کوربه دی.
د کډوالو بې ساری (د پام وړ) راتګ او ورسره بې ودې (سست) اقتصاد د سیمه ییزو وګړو د کډوالۍ ضد احساسات راپارولي دي او همدارنګه سیمې یا ښار داسې بڼه غوره کړې ده، لکه د المان افراطي ښي اړخي چې پرې حاکم وي. راپور ښيي چې د کډوالو ضد احساسات د ښاریانو په منځ کې خوریږي.د یوې احصایې له مخې، په دې ښار کې ۱۴۵ ښي اړخي فعالین ( محافظه کاره) اوسیږي.
کاټبس د جرمني له وروستیو ښارونو څخه دی چې د کډوالو د بندیز پرېکړه یې وکړه. په شمالي ایالت لاور سکسوني کې تېر کال ساسګیټر ، ډیلمنهورسټ او ویلهام شیبین ښارونو د کډوالو د بندیدو غوښتنه کړې وه. د معلوماتي سرچینو د کمښت له کبله د رارسیدونکیو کډوالو شمیره نه ده معلومه.
دا تازه بندیز له یوې څیړنۍ څو اونۍ وروسته وضع شو، دا څیړنه په جرمني کې د کډوالو او تاوتریخوالي د پراخیدو تر منځ نږدې اړیکي ښيي.
دې څیړنې له هغو شمیرو څخه استفاده وکړه چې د شمالي ایالت لاور سکسوني څخه ترلاسه شوې وې، دغه شمیرې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د راغلو کډوالو او په جرایمو کې د هغوی اغیز په ډاګه کوي.
دا په یادو شویو دوه کلونو کې د تاوتریخوالي لس فیصده لوړیدل په ډاګه کوي چې د دې لوړیدا نسبت په ځانګړې توګه پناه غوښتوونکيو او کډوالو ته کیږي. په هر صورت، په تحقیق کې همدارنګه موندل شوېده چې د کډوالو لخوا د تر سره شویو جرمنو ډیری قربانیان خپله کډوال دي.
د قتل په نوي فیصده پیښو کې چیرته چې پر یوه کډوال یې شک کیږي، خپله قربانیان یې هم کډوال دي.
دغې څیړنې همدارنګه موندلې ده چې په توقیف خانو کې د ژوند شرایط، له تاوتریخوالي د ډکو جرمنو لامل ګرځي. ځکه په توقیف خونو کې د مختلفو عقیدو او قومونو اړوند په لسګونو ځوانان په ډیرو سختو شرایطو کې سره یو ځای شوي دي.
دا مقاله شریکه کړي