په سلګونو کډوال د اسپانیا په زندان کې دي
اسپانیا د جنوبي ښار مالاګا په زندان کې د سلګونو کډوالو د ساتلو له کبله تر نیوکو لاندې ده. له ۳۰ ډیرو غیر حکومتي موسسو دغه کارونه غندلي دي.
غیر دولتي ادارو اسپانوي پلټونکي ته ویلي: (( داخلي مرکزونه په حقیقت کې زندانونه دي، پرته له لږو اړتیاوو، خو په مستقیمه توګه دلته په زندان کې د هغوی ځای پر ځای کول هغوی یو ګام نور هم جرمونو ته نږدې کوي.))
د اسپانیا داخله وزیر جوان اګناکیو زویدو(Juan Ignacio Zoido) له انداکیرو(OndaCero) راډیو سره په یوه مرکه کې د حکومت له کړنې ننګه وکړه او وې ویل دوی اړ و چې داسې اقدام وکړي؛ ځکه د کډوالۍ پراخې څپې نظام خراب کړی.
د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې د جنوري له لومړۍ څخه د نومبر تر ۱۵ مې، (۱۷۶۸۷) کډوال، جنوبي اسپانیې ته په بیړیو کې را رسیدلي، دا شمیره د ۲۰۱۶ کال په عین موده کې (۵۴۴۵) تنه وه.
د زویدو په وینا، ارکیدونا (Archidona) زندان یو نوی جوړ شوی زندان دی، ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۸ کې پرانیستل شي؛ خو وخته د کډوالو لپاره کارول کیږي ځکه د کډوالو موجوده مرکزونه تر خولې پورې ډک دي.
سره له دې چې د ارکیدونا زندان داسې ښکاري چې ضروري سهولتونه لکه د ګرمولو وسیلې او روغتیايي مرکز لري، دا زندان به د لوړې شمیرې کډوالو کوربه توب وکړي. د خوړو چمتو کوونکو ته به ژر غږ وشي چې نوو کسانو ته خواړه تیار کړي او ښاروال د اسپانیا ملي EL Pais رسنۍ ته ویلي چې دا مرکز لا تر اوسه د څښلو اوبه نلري.
اسپانوي خبري اژانس EFE خبر ورکړی چې په زندان کې بندیانو څو ځلې چیغې(غږ پورته) کړي چې دوی ازادي غواړي او په داخل د زندان کې یې پر خپلو جاکټونو او جان پاکونو د ازادۍ غوښتنې نښې کړي دي.
دا مقاله شریکه کړي