د کډوالو د کښتۍ ډوبیدو له۱۶ تنو ژوند واخیست

د یونان ساحلي ځواکونو تایید کړې چې د ۱۶ هغو مړه شویو کډوالو په ډله کې پنځه ماشومان هم شته ، د کومو له لرګیو جوړه بیړۍ چې د مارچ په ۱۷مه، په اژین سیند کې ډوبه شوې وه. دغه پېښه د یونان په اګاتونیسي ټاپو کې، چې ترکیې ساحل ته نږدې دی، رامنځ ته شوې.
په کښتۍ کې د ناستو کډوالو د شمېر په اړه متفاوت راپورونه خپاره شوي. د رویټرز په حواله، باور دی چې په دغه کښتۍ کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۲۲ کډوال سپاره وو او د یونان ساموس ټاپو ته روانه وه.
د کښتۍ له ډوبیدو وروسته، درې کډوالو د ساحل لاره ونیوله او مسوولینو ته یې معلومات ورکړل چې هغوی بیا د پلټنې او ژغورنې عملیات پیل کړل.
د یونان د ساحلي ځواکونو کارکوونکي وايي چې د پلټنې او ژغورنې په دغو عملیاتو کې درې الوتکو، پوځي بیړۍ، د ساحلي ځواکونو کښتۍ او د اروپايي تولنې سرحدي ایجنسۍ (Frontex ) بیړیو برخه واخیسته.
د رویټرز په حواله، د یونان د کډوالو چارو وزیر ډیمیترس ویټساس (Dimitris Vitsas) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: (( موږ د اژین په سیند کې د ماشومانو له لاسه ورکول نشو زغملی. حل لاره دا ده چې خلک وژغورل شي، خوندي پروسیجر عملي شي او کډوالو ته خوندي لاره پیدا شي او د انساني قاچاق دوران ته ګوزار ورکړل شي. ))
په روان کال کې د اژین په سیند کې دا لومړۍ غرقیدنه ده؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو دوه کلونو کې نږدې ۵۰۰ کډوال په دې لاره کې یا ورک شوي او یا مړه شوي دي.
دغه پېښه د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځ د شوې هوکړې له دویمې کلیزې یوه ورځ مخکې رامنځ ته کیږي. د دې هوکړې موخه دا وه چې له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د جریان مخه ډب کړي. د دې هوکړې د یوې برخې په توګه که هر کډوال ،چې د یونان ټاپوګانو ته راشي، باید بیرته ترکیې ته وشړل شي په ځای د دې چې د پناه غوښتنې وړ وګرځي. خو د پناه غوښتنې دغو پروسیجرونو میاشتې میاشتې وخت نیوه او دې کار په ټاپو ګانو کې د کډوالو په ډیرو کمپونو کې شدیده ګڼه ګوڼه جوړوله.