په سويډن کې د پناه غوښتنې د اصولو له سختیدو وروسته، افغان کډوالو ځان وژنې ته مخه کړې

TMP – 22/02/2017

د فرانس پریس اژانس  (AFP) د خبر په حواله چی د فبروری په اتمه خپور شوی، په تیرو دوه اونیو کې اوه پناه غوښتونکیو سویډن کې د کډوالو په بیلابیلو مرکزونو کې د ځان وژنې هڅې کړي دي.

د یاد شوي اژانس د خبر له مخې ټول دغه کسان له اتلسو کالونو څخه ټیټ عمر لرونکي افغان کډوال دي. ویل کیږي چې له دې ډلې څخه درې یې مړه شوي دي. د دغو ځان وژنو لامل د سویډن لخوا د کډوالو پر وړاندې،  د کړنلارو سختیدل ګڼل کیږي.

تیر کال د کډوالو لپاره د سويډن ادارې، د افغانستان ځینې سیمې د پخوا په پرتله کم خطره ګڼلې وې چې دې ارزونې د ځايي مسوولینو لپاره افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د شړلو کار اسانه کړ.

د کډوالو لپاره د سویډن د ادارې ویاند وویل: (( د افغانستان ځینې برخې داسې دي چې کډوال ورته بیرته ورګرځیدلی شي.)) هغه همدارنګه تایید کړه چې له اتلسو کالونو د ټیټ عمر لرونکي هغه رد شوي افغان کډوال به بیرته خپل وطن ته ونه شړل شي،  کوم چې هلته د پالنې لپاره د کورنۍ غړي او یا نږدې خپلوان  ونلري.
تیر کال سویډن د (۶۰۰) نا بالغه افغان پناه غوښتوونکيو، درخواستونه رد کړي وو.