د یونان په کمپونو کې د ناوړه وضعیت په اړه د افغان کډوالو مظاهره

په یونان کې میشتو افغان کډوالو هلته د ژوند کولو د ناوړه وضعیت په غبرګون کې مظاهره وکړه. دغه مظاهره د فبروري په شپږمه، د هیلینیکون په پنډغالي کې  هغه وخت وشوه چې د یونان د کډوالو وزیر  یانیس موزالاست ور څخه لیدنه کوله. یاد پنډغالی د اتن په سویل کې موقعیت لري.

مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د پخواني هوايي ډګر  ترمینل ته د یونان د کډوالو چارو وزیر د ورتګ مخه ډب کړي او د (ولاړ شه) چیغی یی بدرګه کولی، دغه ترمینل کې اوس د هیلینیکون کمپ دي چې شاوخوا (۱۶۰۰) کډوال پکې اوسیږي. له دوی څخه شاوخوا (۶۰۰) کسان په زاړه ترمینل کې اوسیږي. دلته دوی خیمې وهلي او له ډیرو لږو روغتیايي خدمتونو څخه برخمن دي.

مظاهره چیانو د ښه کیفیت خوړو، غوره روغتیايي خدمتونو او د تودو اوبو غوښتنه کوله. له دوی څخه یو افغان مظاهره کوونکي رویټر اژانس ته ویلي: (( موږ په دې کیمپ کې ډير بد حالت لرو، لکه په زندان کې چې یو کالي بندیان یوو.))

له یوه کال راهیسې شاوخوا (۶۰۰۰۰) کډوال په یونان کې بند پاتي. دا کډوال وروسته له هغې بند پاتې شول چې بالکان کې سرحدونه وتړل شول او هغوی چې غوښتل یې لویدیځې او مرکزی اروپا ته لاړ شي، د سفر لاره یې ډب شوه.

د سږني ژمي سړې هوا د یونان په کیمپونو کې  پر هغو زرګونو کډوالو سخت ناوړه اغیز وکړ، کوم چې په خیمو کې ژوند کوي او تودو اوبو او ګرموونکو وسیلو ته لږ لاسرسی لري. د یونان د لیسبوس ټاپو مسوولین د هغی پیښی څیړنی کوی په کومه کی چی  د یوه کیمپ  د درې کډوالو  د مړو جسدونه وموندل شول، چې د مړینې لامل یې شاید د ګرموونکیو وسیلو لوګی وی.