په یونان کې افغان پناه غوښتوونکي جنسي اړیکې یواځنی کاروبار ګڼي
د الجزیزې د راپور له مخې، د یونان په اتن ښار کې افغان پناه غوښتونکيو ځوانانو د ورځنيو لګښتو پوره کولو لپاره، غیر اخلاقي کار ته مخه کړې. په دغه ښار کې د پیډین اریوس پارک اوس د فاحشو نرانو د غونډیدو په مرکز بدل شوی او حتی ان پنځلس کلن کډوال هم د دغه کار قربانیان دي.
له دغو کډوالو څخه یو هم محمود دی چې اوس یونان کې د بد کارۍ په دام کې غورځیدلی دی. دغه شل کلن افغان ځوان خپله کیسه داسې کوي:
د پیسو ترلاسه کولو لپاره چې کوم کار کوم خجالت یم؛ خو درته وایم یې: کله چې اتن (یونان مرکز) ته راغلم هیڅوک مې نه پیژندل. ژوند لکه د اوس په څېر ډير سخت و. ما د خوب لپاره کور نه درلود؛ نو هره شپه به په نږدې پارک کې ویده کیدم. ما دوه لارې لرلې؛ یوه دا چې باید غل او یا د نشه يي توکو کارو باري شوی وای، خو زه داسې څوک نه وم چې دې ډول کارونو ته مې زړه ښه کړی وای. بله لاره دا وه چې پارک کې پاتې شوی وای او له ډيرو زړو سړیو سره مې جنسي اړیکې ساتلې وای او یا له بل هر هغه چا سره مې جنسي اړیکې پاللې وای چې مقابل کې یې پنځه یا لس ډالر راکول.
محمود په پارک کې خیمه وهلې، هملته ژوند کوي او یوه ایراني کډوال ته یې هم خپله خیمه کې ځای ورکړی دی. د محمد په وینا، له دې شرموونکي کاره دومره عاید ترلاسه کوي چې ایله ورځني لګښتونه پوره شي؛ سپما ته څه نه پاتې کیږي.
یونان د فحاشۍ د تنظیم لپاره سخت قوانین لري او هغه دا چې جسم پلورونکی (د جنسي اړیکو کاروباري) باید د یونان تابعیت ولري، له اتلسو کالونو یې عمر لوړ وي او د دې کار لپاره لایسنس( جواز) ولري. د جواز لرونکیو لپاره طبي معاینات او د مقاربتي امراضو درملنه وړیا ده؛ خو د محمد په څیر بې جوازه کسان دغو اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
محمود له خپل کار څخه پښیمانه دی، خو داسې احساسوي چې په موجوده حالاتو کې پرته له دې بله چاره نلري.
دا مقاله شریکه کړي