روان میلادي کال کې له ۲۰۰ ډير کډوال د سړی هوا له کبله مړه او یا هم په اوبو کی غرق شوي شوي
په اروپا کې د سړې هوا له کبله، د روان میلادي کال په لومړیو اونیو کې له ۲۰۰ ډیرو کډوالو ژوند له لاسه ورکړی، او یا له مدیتراني سمندر څخه د تیریدو په مهال په اوبو کی غرق شوي دي.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو کې له ۲۵۰ ډیرو کډوالو اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیره د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله له دوه برابره لوړه ده. ژمی او سړه هوا لا جریان لري؛ ممکن د مړو شمیره لاپسې لوړه شي.
په یونان کې سرحدي پولیسو واورو لاندې یو جسد موندلی دی، دا سړی هغه وخت مړ شوی چې غوښتل یې د ترکیې سره په سرحدي سیمه کې د ایوروس له سیند څخه تیر شي.
د کډوالو لپاره نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې هغه کډوال هم یخ وهلي کومو چې غوښتل له شمالي افریقا څخه په بیړیو کې ایټالیا ته ورشي.
نور ۱۸۰ کډوال په دې وروستیو کې هغه وخت غرق شول چې د سورلۍ کښتۍ یې د لیبیان له ساحله په ( ۳۰) میله واټن کې ډوبه شوه.
د ملګرو ملتونو د شمیرنو له مخې، د روان میلادي کال په دوو میاشتو کې له ( ۳۰۰۰ ) څخه زیات افغان، سوریایي او نایجریايي پناه غوښتوونکي اروپا ته داخل شوي دي. دغه شمیره د تیر میلادي کال تر جولای پورې ( ۷۳۰۰۰) وه چی د پام وړ کموالی په کی لیدل کیږی.
په هرصورت، د مړینې شمیره لوړه شوې ده او دا ځکه چې ډیری کډوال اروپا ته د رسیدو لپاره د مدیترانۍ سمندر څخه د لارې په توګه ګټه اخلي. له دغې لارې څخه وروسته له هغې ګټه اخیستل شروع شول چې د اژین له سمندره د یونان ټاپو ګانو ته د را رسیدونکیو کسانو نیول پیل شول.
د یونان په خیمه لرونکیو موقتي کیمپونو کې په زرګونو کسان ژوند کوي. ډیری نور بیا د اروپا په بیلابیلو برخو کې ایسار دي. دوی په موقتي پناه ځایونو او لارو کوڅو کې ویده کیږي.په دې ډله کې هغه کډوال ماشومان هم شامل دي چې په بلګراد او سربیا کې پاتې دي، چیرته چې د تودوخې درجه منفي ۲۰ ته ټیټیږي.
دا مقاله شریکه کړي