د مدیترانې په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله نږدې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د لیبیا ساحلي ځواکونو راپور ورکړی چې دوه بیړۍ چې په سلګونو افریقايي کډوال یې د ایټالیا سواحلو ته لیږدول، د مدیترانې په سمندر کې ډوبې شوې، دا پیښه د لیبیا مرکزي سیمې طرابلس په شاوخوا ۶۰ کیلومترۍ کې واقع شوې ده.
د لیبیا د چارواکیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا( ۳۱ ) کډوالو په دغه پیښه کې ،چې د نومبر په ۲۵مه رامنځ ته شوه، ژوند له لاسه ورکړ. په دغو کسانو کې (۱۸) میرمنې او درې ماشومان هم شامل دي. له ( ۴۰ ) ډیر کډوال لا تر اوسه هم ورک دي.
د یوې بیړۍ شپیته کډوال ژغورل شوي دي او د دویمې بیړۍ ټول ۱۴۰ کسان ژوندي پاتې دي. ژغورل شوي کسان په طرابلس کې سمندري مرکز ته لیږدول شوي دي.
له دې وروسته د شنبې په ورځ فرانسوي غیر حکومتې ادارې (SOS Mediterranee) ویلي چې دوی له ۴۰۰ ډیر وګړي چې د لرګیو په یوه بیړۍ کې سپاره وو په نړیوالو اوبو کې ژغورلي دي، دا کسان د لیبیا له سواحلو شاؤخوا ژغورل شوي دي.
ایټالوي ساحلي ځواکونو خبر ورکړی چې له دې مخکې په ټولیزه توګه ۱۵۰۰ کسان په دوه ورځو (پنجشنه او جمعه) کې ژغورل شوي دي.