کډوال د جرمني په یو ښار کې له ځای په ځای کیدو منع شول
وروسته له هغې چې په زرګونو کسان تیر کال د جرمني د لور سکسوني ایالت سالزګیټر ښار ته ور وخوځیدل، یاد شوي ښار دلته د نورو کډوالو له میشتیدو څخه مخنیوی وکړ.
دا ښار (۱۰۶۰۰۰) تنه نفوس لري او د (۵۸۰۰) کډوالو کور دی، چې ډیری یې تیر کال راغلي دي.
په دې ښار کې د نویو کډوالو له اوسیدو څخه د مخنیوي اجازه د اکتوبر په ۱۲مه، په رسمي توګه د هماغه ایالت د داخله وزیر لخوا تصویب شوه.
د ځايي مسوولینو په یوه بیان کې راغلي: ((دا یو استثنايي اقدام دی چې موخه یې د کډوالو ټولنیز محرومیت څخه مخنیوی په ګوته شوی.))
ایالتي حکومت په لور سکسوني کې لا د وخته د ادغام پروګرام لپاره (۱۰) میلیونه یرو پانګونه کړې ده.
کډوال به اوس مخکې له دې چې هغه ښار ته لاړ شي، باید د کار کولو جواز ولري او یا به له هغو خلکو سره نږدې خپلوي ولري چې له وړاندې یاد شوي ښار کې اوسیږي. دا نوی حکم د فډرالي قانون په اساس دی چې د مقاماتو په وینا موخه یې د ادغام د پروسې بهبود دی.
د سالزګیټر ښاروال فران کلینګیبل (Frank Klingebiel) وايي چې ښار د کډوالو له تعداد سره په مقابله کې له ستونزو سره مخ دی او د هغوی ( کډوالو) مخنیوی یو اړین کار دی.
هغه تیره اونۍ فوکس انلاین رسنۍ ته په یوه مرکه کې ويلي : (( اوس موږ غصب شوي یوو))
نوموړي زیاته کړې: (( موږ په عاجله توګه اړتیا لرو چې د هغو کډوالو ادغام و دروو چې په سالزګیتر ښار کې اوسیږي، چې د اوږده وخت لپاره اجتماعي سوله خوندي شي. ))
ضمنا په لور سکسوني کې دوه نورو ښارونو ویلهیمشاوین او ډیلمینهورست هم دې ښارونو کې د کډوالو د ځای په ځای کیدو څخه د مخنیوي اجازه غوښتې.
دا مقاله شریکه کړي