افغانستان او هندوستان سوداگریزو اړیکو ته وده ورکوي

افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې له هندوستان سره لومړنی هوايي دهلیز پرانیست چې په دې سره به د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري لاپسې وغوړیږي. یوې الوتکه کې د(۵) میلیونه ډالرو په ارزښت (۶۰) ټُنه طبي بوټي له افغانستان څخه نوي ډیلي ته ولیږدول شول چې دا د هوايي دهلیز د پرانیستې یوه نښه وه.

دویم لوی هیواد هندوستان د افغان صادراتو لپاره یو مهم تجارتي همکار پاتې شوی دی. دا الوت لومړی و خو مسوولین هیله لري چې ډیر نور به هم تر سره شي؛ دا به افغان او هندي کمپنیو ته اجازه ورکړي چې د هوا له لارې سوداګریز مالونه انتقال کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د هوايي دهلیز د پرانیستې په غونډه کې وویل: (( زموږ موخه دا ده چې افغانستان په یوه صادراتي هیواد بدل  کړو.))

هغه زیاته کړه: (( تر څو چې موږ یو صادرونکی هیواد نشو، فقر او بې ثباتي له منځه نه ځي.)) هندي مقاماتو وویل چې هیله لري دغه نوی هوايي دهلیز په درېیوو کلونو کې  د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له (۷۰۰) میلیونه ډالرو څخه یو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

یو هندي مقام وویل: (( د هوايي دهلیز موخه دا ده چې په وچه کې ایسار افغانستان له نورې نړۍ سره ونښلول شي او د کرنې امکاناتو ته یې وده ورکړل شي.))
په کابل کې د هندوستان سفیر منپریت وهرا، د یاد شوي دهلیز د پرانیستې په مهال افغان ولسمشر ته وویل: (( موږ به له تاسو سره له ګڼو لارو مرستو ته دوام ورکړو لکه دغه هوايي دهیلز چې د هوايي انتقالاتو شبکه د مارکیټ له غوښتنې سره سمه پراخه شي. ))