کډوال له ترکیې څخه اروپا ته د تګ له ستونزو خبر شوي

د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ له جنجالي معاملې وروسته ،چې موخه یې له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د جریان مخه ډب کول و، دا معامله اوس بې ګټې ښکاري.
د اروپا په شورا کې د بشري حقونو کمیشنر نیلس موزینکس(Nils Muiznieks) ویلي چې کډوال اوس د هغو ننګونو په اړه ښه پوه شوي، له کومو سره چې به دوی له ترکیې او یونان څخه اروپا ته د تګ په مهال مخامخ شي.
د اروپايي ټولنې ناظرینو د معلوماتو له مخې نوموړي د مارچ په لومړۍ، په برسلز کې خبریالانو ته ویلي:
(( دا ډیره سخته ده چې له ټاپو ګانو څخه مخکې لاړ شې، د یونان له خاورې مخکې لاړ شې، ځکه ته به ټوله لاره له خنډونو سره مخ شې. خلک په دې خبر دي چې شمالي اروپا ته تګ اوس له څوکاله وړاندې څخه ډیر زیات ستونزمن شوی.))
اروپايي ټولنې له ترکیې سره د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې یو تړون لاسلیک کړ چې د یونان ټاپو ګانو ته د کډوالو بهیر په ټپه ودروي چې بیا له دې ځایه هغوی شمالي اروپا ته ځي، ډیری وخت دغه سفر له لویدیځ بالکان څخه تر سره کیږي.
بالکان هیوادونو همدارنګه خپل سرحدونه تړلي، له همدې کبله په زرګونو کسان په یونان کې ایسار پاتې شول چې ډیری یې د کډوالو په موقتي کیمپونو کې اوسیږي.
د دې کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه راپور په ډاګه کړه چې، د کډوالو او پناه غوښتوونکيو څلورمه برخه د یونان د ټاپو ګانو په مزدحمه مرکزونو کې اوسیږي، دوی دلته په ۲۰۱۷ کال کې له جنسي تیریو او په جنسیتي لحاظ له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ و. دغه تیري په ځانګړې توګه په لیسبوس او ساموس ټاپو کې ډیر ناوړه دي.
متین ( چې دا یې اصلي نوم نه دی) په تیر ډسمبر کې په رضاکاره توګه افغانستان ته راستون شوی دی. هغه په ترکیه کې د یو نیم کال لپاره پاتې شوی او شمالي اروپا ته د تګ لپاره یې هیڅ لاره نه ده موندلې.
متین له (TMP) سره په یوه مرکه کې ویلي: (( په لسګونو زره افغانان د ترکیې په ښارونو کې له نا معلوم برخلیک سره اوسیږي. له دوی څخه ډیرو یې اروپا ته د رسیدو لپاره خپل بخت ازمویلی؛ خو دوی له بالکان سیمې او یونان څخه نه دي تیر شوي. اوس دوی په ترکیه کې کار کوي. ))