کډوال د تورې بحیرې په لاره درول کیږی
د رومانیا ساحلي ځواکونو خبرداری ورکړی چې د تورې بحیرې نوې لاره به د هغو کډوالو لپاره ،چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي، د مدیترانې له سمندر څخه ډيره خطرناکه وي.
په تیرو څو اونیو کې د رومانیا سرحدي ځواکونو لخوا په تور سمندر کې د کډوالو ګڼې کښتښۍ درول شوي دي.
د سپټمبر په ۹مه، ساحلي ځواکونو په تور سمندر کې د کب نیونې بیړۍ ، چې ۹۷ کډوال پکې ناست و او ۳۶ یې ماشومان وو، ودروله. له دې څخه یوه ورځ مخکې یوه بله بیړۍ درول شوې چې د رومانیې اوبو خواته روانه وه. د کب نیونې بیړۍ له ۱۲۰ کډوالو سره د ترکیې ساحلي ځواکونو ته سپارل شوېده.
د سپتمبر په درېیمه، د کب نیونې یوه کښتۍ چې ۸۷ کډوال یې لیږدول او د ترکیې له شمالي ساحل څخه یې د رومانیې ساحل ته د رسیدو هڅه کوله ونیول شوه. په اګست کې د کډوالو نورې درې بیړۍ چې له تور سمندره رومانیا ته روانې وې، نیول شوي دي.
د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې فرانټکس ویاند کرزیسټوف بوروسوکی (Krzysztof Borowski) ویلي دي چې دغه پیښې د ترکیې د قاچاقبرو کوښښونه ښيي چې د تور سمندر د لارې بیا فعالیدو لپاره یې کوي.
د نوموړي په وینا په توره بحیره کې د هوا حالات له مدیترانې سمندر څخه ډیر زیات خراب دي، ډیر قوي شمال لري: (( کډوال په لوی خطر کې دي، په ځانګړې توګه هغوی چې کوچنۍ بیړۍ کاروي. دا ډير بد سمندر دی او سخته ده چې څوک ترې تیر شي.))
د رومانیا د نادولتي ادارې،چې کډوالو سره مرسته کوي، مشر سامویلا رضوان (Samoilă Răzvan) ویلي چې په توره بحیره کې دا وروستۍ پیښې د قاچاقبرو لخوا ازمایښتونه وو چې تر سره یې کړل. هغه هم په دې باور دی چې په تور سمندر کې هوا او اوبه ډيرې خطرناکې دي.
هغه زیاتوي: (( مدیترانه د تور سمندر غوندې نه ده. په تور سمندر کې نپوهیږې چې په شلو دقیقو کې به څه پیښ شي. هغه کډوال چې د تورې بحیرې څخه د لارې په توګه استفاده کوي، نو یو خطرناکه سفر به تجربه کړي.))
دا مقاله شریکه کړي