افغان کډوال په ترکیه کې د موټر په ټکر کې مړه شول
د مارچ په ۲۹مه، یو میني بوس چې په لسګونو کډوال یې له سویلي اسیا څخه لیږدول، په ختیځه ترکیه کې یې د بریښنا له ستنې سره ټکر وکړ چې په پایله کې په موټر کې سپاره ۱۷ کډوال مړه او ۳۶ نور ټپیان شول. د اګدیر ولایت د چارواکیو په وینا، دغه پیښه د اګدیر- کارس، په لویه لاره کې رامنځ ته شوې.
د بریښنا له ستنې سره له ټکر څو شیبې وروسته موټر اور واخیست. کډوال ډیری د افغانستان، پاکستان اوا یران اوسیدونکي وو.
د ولایتي روغتیا مرستیال ډایرکټر تانیر باساران ترکیې اژانس اناډول ته ویلي چې که څه هم په دې موټر کې د ۱۴ کسانو لپاره ځای و؛ خو ۵۰ کسان پکې ځای پر ځای شوي وو.
دویم میني بوس هم بې اسنادو کډوال لیږدول او په ګډه یې له لومړي میني بوس سره مزل کاوه. له ټکر وروسته لومړی میني بوس د ترکیې امنیتي ځواکونو لخوا ودرول شو. د ایدګیر د والي انویر انلو په وینا، دویم میني بوس ځینې هغه کډوال ووهل چې له لومړي میني بوس څخه را ښکته شوي وو چې هغه میني بوس د بریښنا له ستنې سره ټکر کړی و.
په یوه بل مربوطه خبر کې له دې ټکره یوه ورځ وروسته، ترکیې پولیسو د دغه هیواد په ختیځه برخه کې ( ۶۹۲) بې اسنادو کډوال ونیول.
یوې سرچینې اناډول اژانس ته ویلي چې یوازې په ختیځ ولایت ارزوروم کې له (۴۵۰) ډیر ناقانونه کډوال نیول شوي. له نیول شویو څخه ډیری یې د افغانستان او پاکستان اوسیدونکي دي. د همدې سرچینې په حواله، نیول شوي کسان به له شړلو مخکې د اسکالي په نوم د شړل کیدونکیو کسانو لپاره جوړ شوي مرکز ته ولیږدول شي.
په ختیځ وان ولایت کې (۱۵۴) ناقانونه کډوال نیول شوي چې له دوی څخه هم ډیری یې د افغانستان او پاکستان اوسیدونکي دي. همدارنګه په ختیځ کارس ولایت او شمالي ختیځ ادیرن ولایت کې هم کډوال نیول شوي دي.
دا مقاله شریکه کړي