معیوب افغان ورزشکار د سرو زرو مډال وګټه
بې لاسه افغان لامبوزن عباس کریمي، په امریکا کې، د انډین اپولیس په نوم د معیوبینو د لامبو وهلو په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.
نوموړی په دې بریا سره د دې جوګه شو چې د لومړي افغان په توګه د ۲۰۱۷ کال د معیوبینو د لامبو وهلو په نړیوالو سیالو کې ،چې په مکسیکو کې به په سپتمبر کې وشي، برخه والي.
کریمي اتلس کلن دی، هغه بې لاسه زیږیدلی؛ خو ثابته یې کړه چې معیوبیت یې د طلايي مډالونو له ګټلو څخه نشي را ګرځولی. هغه د ۵۰ – ۵۰ متره لامبو د دوه بیلابیلو سټایلونو سیالیو کې مډالونه وګټل.
د افغانستان د لامبو وهلو فډریشن مشر سید احسان الله طاهري، وايي معیوبیت د کریمي لپاره ننګونه نشي کیدای. بلکې د دې لامل کیږي چې هغه نور هم ځان ته پاملرنه وکړي، تمرین وکړي او د لامبو یو ځانګړی ډول ځان ته غوره کړي. د هغه کوښښونه د دې لامل شول چې د سرو زرو مډال وګټي. دا د افغانستان او سیمې په تاریخ کې بې سابقې کار دی.
کریمي پنځه کاله وړاندې د افغان لامبو وهلو ملي ټیم غړی شو او له تیرو شپږو میاشتو راهیسې امریکا کې روزل کیده.
هغه لومړی ځل په ۲۰۱۳ کې په ترکیه کې د معیوبینو لامبو وهلو په سیالیو کې طلايي مډال وګټه او هوډ لري چې د مکسیکو په سیالیو کې هم وطن ته د سرو زرو مډال وګټي.
د طاهري په وینا، د کریمي د سرو زرو مډال به په افغانستان کې معیوبو ورزشکارانو لپاره یو الهام شي.
هغه همدارنګه وايي چې د افغانستان د لامبو وهلو فډریشن دروازه د هر لامبوزن په مخ ،چې غواړي وروزل شي او یا له هیواده بهر سیاليو کې ګډون وکړي، پرانیستې ده.
دا مقاله شریکه کړي