کابل کې یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه

د دې میاشتې په لومړیو کې یوه نوې فابریکه په رسمي توګه کابل کې پرانیستل شوه. دا فابریکه به د کور جوړونې تیار چمتو شوي مواد ،چې د بیارغاونې په برخه کې پکاریږي، تولید کړي. د 11,4)) میلیونه ډالره په پانګونې د دغې فابریکې د جوړیدو تړون د تیر کال په جنورۍ کې د افغان حکومت او د ترکیې ساختماني کمپنۍ تر منځ لاسلیک شوی و.
د فابریکې د پرانستې په مراسمو کې ولسمشر اشرف غني او لوړپوړي حکومتي چارواکي او د ښار او کور جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري برخه اخیستې وه.
ولسمشر غني وویل چې دا فابریکه به په ټیټ قیمت او غوره کیفیت د ودانیو په جوړولو کې مرسته وکړي. هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د بیا رغاونې تیار جوړ شوي مواد به کومک وکړي چې عمراني پروژې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ولسمشر وویل چې په دې فابریکه کې ۸۰ ٪ کارګر افغانان دي.
د افتتاح په مراسمو کې منصور نادري وویل چې د دې فابریکې پرانیسته به د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې انقلاب راولي؛ په ځانګړې توګه د تیار جوړو شویو کورونو په برخه کې.
نادري زیاته کړه چې دا فابریکه د دې ظرفیت لري چې آن تر یو میلیون متر مربع پورې د کور جوړونې مواد تولید کړي. دا مواد به په ځانګړې توګه د افغانستان په کچه په ښوونځیو ، روغتونونو، کلینیکونو او نورو عامه خیره پروژو کې کارول کیږي.

د تیارو جوړو موادو کارول به د دې سبب شي چې عمراني پروژې چټکې کړي او لګښتونه به هم راټیټ کړي.
د بیلګې په توګه: د اتو ټولګیو لرونکي ښوونځي جوړول اوس مهال یو متر مربع ۳۵۰ ډالره لګښت لري او له یوه څخه زیات یا یو نیم کال وخت ته اړتیا لري. خو د تیارو جوړو موادو په کارولو به دغه لګښت ۲۴۰ ډالرو یو متر مربع ته راښکته شي او یوازې ۶ یا ۸ اونۍ وخت به واخلي.
دا فابریکه په اصل کې په ۱۹۶۰ کال کې جوړه شوې وه او تر ۱۹۹۲ کال پورې یې فعالیت کاوه؛ خو د کورنۍ جګړې له امله یې فعالیت په ټپه ودریده.