جرمني افغان کډوال را وشړل
په ټولیزه توګه ۱۹ هغه افغان کډوال چې جرمني کې یې د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوي وو، د جنوري په ۲۴مه، بیرته افغانستان ته را وشړل شول. دغه خبره د کډوالو نړیوال سازمان کړې ده.
د کډوالو نړیوال سازمان ( IOM) یو ویاند ،چې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د دغو را شړل شویو کسانو هرکلي ته ولاړ و، (AFP) خبري اژانس ته ویلي چې د دغو کډوالو زیاته برخه ځوانان وو؛ چې ډیری یې له هیواده بهر لوی شوي وو.
له دوی څخه ځینې یې د ماشومانو د جنسي ځورونو، تیریو، غلا او نشه يي توکیو سره په اړیکو لرلو تورن پیژندل شوي؛ نو ځکه د پناه ورکولو مستحق نه دي ګڼل شوي.
له جرمني څخه افغانان په داسې وخت کې را شړل کیږي چې افغانستان له سخت حالت سره مخ دی؛ خو جرمني وايي چې افغانستان اوس د دې لپاره خوندي دی چې رد شوي پناه غوښتوونکي بیرته ور واستول شي. د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر راهیسې ۱۵۵ افغانان له دغه هیواد څخه خپل وطن ته را شړل شوي دي.
له دې سربیره، د جرمني د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ۱۴۰۰۰ ډیر افغانان مجبور دي چې جرمني پریږدي، ځکه چې د دوی د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوي دي.
دا مقاله شریکه کړي