افغانه لامبوزنه لوړې موخې لري
TMP – 21/04/2017
یوه ځوانه افغانه په دې هیله ده چې یو وخت د خپل هیواد د لومړنۍ میرمنې په توګه د اولمپیک د لامبو وهلو په سیالیو کې برخه واخلي او د ۲۰۲۰ کال د اولمپیک په سیالیو کې، چې په توکیو کې به ترسره شي، خپل حضور ثابت کړي.
د الینا صبوري په نوم دغه پنځه ویشت کلنه میرمن د لامبو روزونکې ده او هم د لامبو زنو میرمنو د کمیټې، چې تازه جوړه شوې، مشري کوي.
الینا وايي: (( په لومړیو کې په رښتیا چې له ډوبیدو ویریدلم، خو وروسته ما فکر وکړ چې زه باید یوه روزونکې شم، ځکه دلته نجونې نپوهیږي چې څنګه لامبو ووهي.))
هغې خپله ځان ته تدریس پیل کړ، له انټرنیټ څخه به یې د لامبو وهلو ویډیو ګانې ډاونلوډ کولې او بیا به یې هماغه شان د کابل په حوض کې لمبل.
خپلې هیلې ته د رسیدو په لاره کې ، د غرقیدلو ویره یواځنۍ ننګونه نه وه چې الینا ور سره مخ وه. هغې ته خطرناک ګواښونه شوي وو او د مخالفانو لخوا ورته ویل شوي وو چې له هغه حوض څخه به لرې ګرځې، چیرته چې اوس الینا د لامبو روزنه ور کوي.
الینا وايي: (( موږ له بیلابیلو ګواښونو سره مخ وو، خو ما احساس کړې وه چې اوس امنیتي وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی او زه اوس د پخوا په څیر نه ویریدم. خو زه پوهیدم چې ما یو منع شوی دود ( د ښځو لامبو) مات کړی دی. ما د لامبوزنو میرمنو د ډلې په جوړولو یو غټ خطر په ځان منلی دی.))
د افغان لامبو وهلو فدراسیون مشر سید احسان طاهري وايي چې د ښځینه وو ورزش په اړه افغانستان کې یوه غلط فهمي ده. کنه د ایران او سعودي عربستان په څیر محافظه کاره هیوادونو کې هم د ښځینه وو لامبوزنو ډلې شته.
طاهري زیاتوي: (( له افغانستان پرته په ټولواسلامي هیوادونو کې د ښځینه لامبوزنو ټیمونه شته، دوی د نجونو لپاره د روزنې څانګې لري، خو دلته د ښځو د سپورټ په اړه غلط فهمي ده، دا د اسلام په واسطه منع ګرځول شوی.))
په کابل کې د لامبو وهلو شاوخوا (۳۰) حوضونه فعال دي، خو له دې جملې یواځې یو یې د ښځو هرکلی کوي.
د تمرین لپاره د حوضونو کموالی د الینا او د هغې ډلۍ ته ستره ننګونه ده.
که تمرینونه همداسې روان وي، هغه کولای شي چې د مرکزي اسیا په سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. دغه سیالۍ به د اپریل په وروستیو کې په ترکمنستان کې پیل شي.
الینا صبوري وايي چې په لسو نورو میرمنو د دوی له ټیم سره د یو ځای کیدو غوښتنه کړې ده. هغه زیاتوي: (( دوی ما سره رابطه کړې او ما بلکل منلې ده. زه نشم کولای غوښتنه یې بې ځوابه پریږدم.))
دا مقاله شریکه کړي