د مدیترانې په سمندر کې د نږدې (۵۰) کډوالو د غرقیدواندیښنه

اندیښنه ده چې (۴۹) کډوال به د ربړي کښتۍ د ډوبیدو له امله غرق شوي وي. د اسپانیا د ساحلي ساتونکیو د معلوماتو له مخې، دغه کښتۍ د دې هیواد البوران ټاپو ته نږدې ډوبه شوېده.

له دغې بیړۍ څخه یواځې درې تنه ژغورل شوي دي.باور دی چې دغه کښتۍ له مراکش څخه خوځیدلي وه او (۵۲) تنه پکې سپاره وو.

دغه بیړۍ د اسپانیا د البوران ټاپو سویل لویدیځ ته په شاوخوا (۵۰) کیلومترۍ کې لیدل شوې وه؛ دا سیمه د مدیترانې سمندر په لویدیځه برخه کې پرته ده. کله چې د اسپانیا د ساحلي ساتونکیو له ویاندې وپوښتل شول چې (۴۹) کسان به غرق شوي وي؟ هغې AFP)) خبري اژانس ته وویل: (( موږ همداسې فکر کوو.))

د ژغورل شويو درې کسانو عمرونه د ( ۱۷-۲۵ کلونو) تر منځ دي او د افریقا د سب صاحاران اوسیدونکي دي. د دوی د معلوماتو له مخې، دغه ربړي (ټوپي) کښتۍ څو ورځې وړاندې د مراکش له شمالي ساحل څخه خوځیدلې وه چې وروسته ډوبه شوه.

د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې د (۲۰۱۷) کال د جنوري میاشتې را پدیخوا، (۶۰) کډوال چې غوښتل یې له شمالي افریقا څخه د سمندر له لارې اسپانیا ته لاړ شي، مړه شوي دي.

د یاد شوي سازمان معلومات همدارنګه په ډاګه  کوي چې سږ کال له (۲۲۴۷) ډیر هغه خلک چې هڅه  یې کوله له اسپانیا، ایټالیا یا یونان څخه د مدیترانې له سمندره تېر شي،  ورک او یا مړه شوي دي.