په بامیانو کې میرمنو یو بریالی هنري بازار پرانیستی

یوې ډلې هغو میرمنو چې  ایران او پاکستان کې یې د مهاجرت وخت تیراوه، اوس بیرته خپل وطن ته را ګرځیدلي او په مرکزي ولایت بامیانو کې یې بریالی هنري بازار پرانیستی دی.

پنځه کاله وړاندې د هنري بازار بنسټ ایښودونکیو کوچنی پور وکړ او د بودا مجسمې ته نږدې یې د لاسي صنایعو مارکیټ پرانیست، دا ځای د ګرځندویانو لپاره مشهور او جذبونکی دی. نن ورځ دوی په پراخه کچه لاسي صنایع پر هغو ګرځندویانو پلوري چې دې سیمې ته راځي. دا کار ځايي میرمنو ته توان ورکوي چې عایدات ترلاسه کړي، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي او پر ماشومانو تعلیم وکړي.

د دغه بازار یوه موسسه عذرا لالي چې میړه یې هم ورسره د دې بازار په یوه دوکان کې کار کوي وايي چې اوس د لاسي صنایعو له مارکیټ څخه ښه عایدات ترلاسه کوي. په بازار کې یوه بله پلورونکې زهرا، له بامیانو بهر د لاسي صنایعو د یوه کار ځای مالکه ده. هغه اوس ۴۰ ښځینه کارکوونکي لري چې لاسي شیان تولیدوي. دا تولیدات یوازې په افغانستان کې نه پلورل کیږي، بلکې هندوستان او هالنډ ته هم صادریږي.

کبرا هغه میرمن ده چې بامیانو کې ژوند کوي. هغه وايي چې کله ځوانه وه نو په کور کې یې لاسي صنایع تولیدول. کبرا اوس د لاسي صنایعو په یوه کار ځای کې له درېېوو کلونو راهیسې کار کوي او له دې ځایه د بامیانو بازار ته تولیدات وړاندې کوي.

که څه هم د ځینو میرمنو لپاره په دغه بازار کې د هټیو جوړولو د مخنیوي اندیښنې شته ؛ خو دا هنر بازار د غوړیدا په حال کې دی. دې بازار ځايي میرمنو ته دا فرصت ورکړی چې د خپلو کورنیو  عایدات لوړ کړي، د دوی کورنۍ معمولا له زراعتي پیداوارو څخه پیسې ترلاسه کوي.
لالي هیله لري چې خپل لاسي صنایع په اروپا کې نندارې ته وړاندې کړي او په دې توګه د هغو میرمنو مهارتونه نورو ته وښيي چې له دې سره کار کوي. هغه همدارنګه غواړي چې د سولې لپاره خپل پیغام د ستنې ( د بافت ستن) په ذریعه وړاندې کړي.