د نایجریا پوځیانو (۹۲) کډوال وژغورل
د نایجریا په شمال کې پوځیانو د صحارا په دښته کې (۹۲) کډوال وژغورل، دا خبره د نایجریا پوځ په یوه خبرپاڼه کې راغلې ده.
د کډوالو دغه ډله چې ماشومان او میرمنې هم پکې شاملې وې، انساني قاچاقبرو پرته له خوړو او اوبو پرې ایښې وې.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه ډيری یې مرګ ته نږدې شوي وو او یوه خو یې په روغتیايي مرکز کې ساه ورکړې.
افریقايي کډوال مخکې له دې چې له مدیترانې سمندر څخه تیر شي او اروپا ته ورسیږي، لومړی د صحارا دښتې له لارې لیبیا ته ځانونه رسوي. له دې دښتې سفر خطرناک دی، کډوال لاریو ته غورځول کیږي او په ډير سرعت مزل کوي پرته له دې چې د اوبو او خوړو زیرمه ولري. تیره میاشت له (۴۰) ډیر کډوال هغه مهال ووژل شول چې د سفر لارۍ یې دښته کې چپه شوه.
(IOM) تایید کړې چې ژغورل شوي کډوال د نایجریا په شمال کې د ډیرکو (Dirkou) خوندي کیمپ ته لیږل شوي دي.
د یاد شوي سازمان د پلاوي مشر ګویسیپ لوپریت( Giuseppe Loprete) وايي: (( معمولا انساني قاچاقبر کډوال استثماروي. کله چې د دښتنې منځ ته ورسیږي، قاچاقبر ترې د نورو پیسو غوښتنه کوي او که ور یې نه کړي نو دښته کې یې پریږدي. ))
نایجریا د هغو کډوالو لپاره چې غواړي اروپا ته لاړ شي، یوه ټرانسپورټي نقطه ده. هر کال کډوال د صحارا دښتې څه لیبیا ته تیریږي او بیا د لیبیا له سواحلو څخه کښتیو کې اروپا ته ځي.ګڼ شمیر یې مدیترانې سمندر کې غرقیږي، خو دا ډیره کمه مشهوره ده چې صحارا دښته کې له کومو خطرونو سره کډوال مخ کیږي.
که څه هم دا معلومه نه ده چې هر کال به څومره مړه کیږي خو ډیر کډوال له تندې مري ځینې نور بیا د جنايي مجرمینو او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکوي.
دا مقاله شریکه کړي