افغان ماشوم په اتریش کې ځانوژنه وکړه

د اتریش پولیس د یوولس کلن افغان ماشوم کډوال د ځانوژنې ادعا څیړي. پولیسو د ماشوم د مړینې په اړه جزیات نه دي ورکړي خو دا یې تایید کړې چې هغه په پلازمینه کې روغتون ته له انتقال څخه یوه ورځ وروسته (نومبر ۱۸) مړ شو.

د راپور په حواله، ماشوم هلې ځلې کولې چې د ویانا په سویل کې د باډین په کمپ کې د خپلو شپږو خویندو وروڼو په پاملرنه کې مرسته وکړي. دوی دلته له تیر کال راهیسې اوسیدل. د اتریش رسنیو خبر ورکړی چې دغه ماشوم ته د خپل درویشت کلن ورور لخوا د خپلو خویندو وروڼو مسوولیت سپارل شوی و.

د یوې ځايي رسنۍ (Oe 1) په حواله، مسوولین د دې کورنۍ له غیر عادي حالت څخه خبر و؛ خو په غبرګون ښودلو کې پاتې راغلل.په هر صورت ځايي مقامات ټینګار کوي چې دوی هیڅ غیر معمولی شی نه دی یاداشت کړی.

د ماشوم مړینه ښيي چې اروپا کې دا د ځوانو کډوالو په منځ کې د ځانوژنې تازه څپه ده. د اتریش پلټونکی ګوینتهر کاریټر (Guenther Kraeuter)تیره ورځ اعلان وکړ چې په دې اړه به نوې څیړنه پیل کړي.

اتریش له ۲۰۱۵ کال راهیسې د پناه غوښتنې شاوخوا (۱۵۰۰۰۰) درخواستونه ترلاسه کړي دي. دا شمیره د (8.75 ) میلونه وګړو لرونکی شتمن هیواد اتریش د اروپا د هغو هیوادونو په کتار کې دروي چې خپل کلنی عاید دکډوالو په ناورین کې لګوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره ( یونیسف) په منظمه توګه اروپا د کډوالو ماشومانو خوندي ساتلو ته په کمه پاملرنه تورنوي. د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه په دې تورن دي چې ډیر لږ څه کوي.

انډیپنډنټ (The Independent) راپور ورکوي چې په لسګونو پناه غوښتوونکو کې، چې ماشومان هم پکې شامل دي، پریشاني ډیره شوې ده. روحي فشارونو، له صدمې لیدلو وروسته فشار، ذهنی ګډوډیو او نورو عصبي ناروغیو سره مخ دي. دوی په میاشتو د یوه ویرونکي حالت انتظار کوي تر څو خبر شي چې دوی به یونان ته ورسیږي او که بیرته ترکیې ته وګرځول شي.

داسې راپورونه شته چې د سوریې د کډوالو په پرتله د افغانانو د پناه غوښتنې در خواستونو د څیړلو پروسه ډیر وخت اخلي، ځکه اروپايي حکومتونو کې دا باور موجود دی چې افغانان په زور وطن پریښودو ته نه مجبوریږي او دوی ډیری اقتصادي کډوال دي.