د هنګري نوي مقررات به کډوال په توقیف خونو کې د نا معلوم وخت لپاره وساتي

TMP – 23/02/2017

په بروسلز کې د اروپايي چارو ورځپاڼې پولیتیکو په حواله، د هنګري لومړي وزیر وربان، داسې نوې لایحه اعلان کړې چې له مخې به یې کډوال په توقیف خونو کې د نامعلوم وخت لپاره وساتل شي او دا کار به په اروپا کې د هغوی د ازاده ګرځيدلو مخه ډب کړي.

د وربان ویاند زولتان کواکس ویلي : (( موږ به داسې لایحه معرفي کړو چې له مخې به یې هیڅ کډوال ،حتی هغوی چې د پناه غوښتنې لپاره یې درخواستونه هم ترلاسه کړي، تر هغې ازاد تګ راتګ ونشي کړای تر کومې چې یې په اړه داسې وروستۍ قانوني پرېکړه نه وي شوي چې معلومه کړي دوی سیاسي پناه غوښتونکي دي او که کډوال. دوی ته به ددې اجازه ورنکړل شي چې په ازاده توګه وګرځي.))

داسې ښکاري چې د  هنګري دغه سخته کړنلاره به له  بې بندره شنګڼ زون څخه په منظمه توګه د ناوړه استفادې  په غبرګون کې وي. ځکه په زرګونو کسان هڅې کوي چې لویدیځې اروپا ته د رسیدو لپاره په لاره کې له  هنګري څخه را تیر شي.

هنګري باور لري چې د کډوالو د جریان  د بندولو یواځینۍ لاره دا ده چې اروپا ته یې  د رسیدو مخه ډب شي او کله چې دوی اروپا ته داخل شي نو هلته یې له ازاده ګرځیدلو څخه مخنیوی وشي.

پخوا به کډوالو پر خپلو دوسیو (کیسونو) باندې هغې پرېکړې ته انتظار کاوه چې له مخې به یې هنګري کې پر دوه مختلفو پنډغالو ویشل کیدل.

ځینې به پرانیستو کیمپونو کې ځای پر ځای کیدل، دوی اجازه لرله چې د ورځې لخوا ووځي. نور به توقیف خونو ته  لیږدل کیدل چې زیات نه زیات تر شپږو میاشتو به تر محدودیت لاندې وو. محکمې به هر دوه میاشتې وروسته دا ارزونه کوله چې معلومه کړي، توقیف یې نور هم د اعتبار وړ دی.

خو د نوو پیشنهاد شوو مقرراتو له مخې به ټول کډوال تر هغې په کیمپ کې ساتل کیږي چې د حالت په اړه یې پرېکړه وشي او  دا کار شاید څو میاشتی وخت ونیسي. 

د هنګري د لومړي وزیر ویاند کاواکس ویلي، کډوال اوسمهال داسې دي لکه په  وړیا چې له مدیترانې سمندر څخه تیریږي، ځکه اروپايي حکومتونه دوی بیرته شمالي افریقا ته نه لیږي. هغه زیاتوي: (( که چیرې په فزیکي ډول په سرحدونو کې موانع ایجاد نشي، نو انساني قاچاقبر به خپل کارو بار ته ادامه ورکړي.))

تمه ده دغه پلان د اروپايي ټولنې لخوا تر نیوکو لاندی راشي خو داسې ښکاري چې هنګري به د کډوالو کنټرول سخت کړي او ویلي یې دي چې له اعتراضونو سره سره به دغه  طرحه پرمخ بوځي.