په ترکیه کې افغان کډوال له راشړلو سره مخ دي
سږ کال په ترکیه کې د بې اسناده افغان کډوالو شمیره (۴۰۰ ) سلنه لوړه شوې ده. دا خبر په ترکي ورځپاڼه هابرترک کې
(Haberturk) راغلی دی.
د دې کال په لومړۍ ربع کې شاوخوا (۲۷۰۰۰) افغان کډوالو په ترکیه کې ژوند کاوه. دا شمېره د تېر کال د همدې وخت په پرتله ډیره لوړه ده. تیر کال دا شمیره (۶۰۰۰) وه.
د ترکیې د حکومت په حواله، ډیری کډوالو دغه هیواد خپل منزل مقصود ګرځولی دی او نه غواړي چې له دې ځایه اروپا ته د لارې په توګه کار واخلي.
ترکیې حکومت پتیلې ده چې د ناقانونه افغان کډوالو شړلو ته ادامه ورکړي. د دې کړنلارې د یوې برخې په توګه، د ترکیې قانون نافذوونکیو ځواکونو په دې نږدې وختونو کې په ګڼو ولایتونو کې یو شمیر ناقانونه کډوال نیولي دي.
د میرزا په نوم یو افغان کډوال چې درې اونۍ مخکې له ترکیې څخه کابل ته را شړل شوی، د کډوالو پروژې The Migrant Project)) سره د خپل سفر په اړه ویلي:
(( زه د ایران له لارې ۱۷میاشتې مخکې ترکیې ته لاړم. له ما څخه د هغو کړاوونو په اړه مه پوښتئ چې زه ور سره ترکیې ته په لاره مخ شوی یم،۱۶ ساعته مې پیاده مزل کاوه، وږی او تږی وم. بالاخره ترکیې ته ورسیدم، هیله مې وه چې اروپا ته په رسیدو خپل خوب رښتیا کړم. په لاره کې مې یو ملګری له لاسه ورکړ، تر اوسه نپوهیږم چې هغه به چیرته وي. قاچاقچیانو خپلې وعدې ماتې کړې. دا ډیر بد اخلاقه خلک دي، هیڅکله پرې باور مکوئ. په ترکیه کې د اوسیدو په مهال را ته دا ډیره سخته وه چې اروپا ته د تلو لپاره پیسې لاس ته راوړم. اوسمهال اروپا ته رسیدل سخت دي؛ نو غوره مې وګڼله چې په ترکیه کې له بې ځایه اوسیدو څخه خپل وطن ته را وګرځم.))
TMP – 16/05/2018
دا مقاله شریکه کړي