د یونان غیر حکومتي موسسې: حکومت باید په دې ژمي کې د کډوالو د خونديتوب لپاره لاس په کار شي

په یونان کې له سلو ډیرو خیریه ادارو پر حکومت غږ کړی چې ژمی په چټکۍ را روان دی او باید د هیواد په ټاپو ګانو کې د کډوالو لپاره د ښه ژوند شرایط چمتو کړي.

د تیر کال ساړه ژمي د لیسوس ټاپو په موریا کیمپ کې له شپږو کډوالو ژوند واخیست؛ دا هغه ځای دی چې خلک پکې ابتدايي ګرموونکیو وسیلو ته کم لاسرسی لري. دا کیمپ د ۲۰۰۰ خلکو لپاره ډيزاین شوی؛ خو اوس پکې له ۵۰۰۰ ډير کسان ژوند کوي. ډيری کسان دلته د اوړي په خیمو کې ژوند کوي او پر نریو توشکو او شړیو د زمکې لپاسه څملي.

په یونان کې میشتو کډوالو د ټاپوګانو او نورو سیمو کې د کډوالو د ژوند د وضعیت په اړه مظاهرې کړي دي.

په لیسوس ټاپو کې تیره میاشت د افغان کډوالو یوې ډلې د نه خوړو اعتصاب وکړ او د کډوالو په اړه یې د دې هیواد د کړنلارو پر وړاندې مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې یا دې دوی د کډوالو په توګه ومني او یا دې پریږدي چې اروپا ته لاړ شي.

په آتن کې د کډوالو کورنۍ د مرکزي ښار سنټګما څلورلاري کې د یونان پارلمان مخې ته خیمې دروي او په اروپايي هیوادونو کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو په لاره کې د خنډ جوړلو په مقابل کې اعتراض کوي. دا مهال په یونان کې له ۶۰۰۰۰ ډیر کډوال ایسار پاتې دي او هره اونۍ نور هم را روان دي.