د هنګري حکومت پتیلې ده چې له کډوالو سره خلک له مرسته کولو را وګرځوي
د ښي اړخې ویکټور اربان Viktor Orban)) ګوند د بیانیې له مخې، چې په ټاکنو کې یې له یوې بریا یوه ورځ وروسته صادره کړې، نوي قوانین به ادارو ته دا سخته کړي چې په هنګري کې له کډوالو سره کار وکړي.
قوانین به همدارنګه له کډوالو سره په کار کوونکیو غیر حکومتي ادارو، فشار راوړي چې له حکومته اجازه واخلي. پر هغو عایداتو به ۲۵٪ مالیه وضع شي چې دوی یې له خارجه ترلاسه کوي او د وکیلانو ډلې به د هنګري له پولو څخه اته کلیومتره لرې وساتل شي، دا هغه ځای دی چیرته چې کډوال د پناه غوښتنې لپاره درخواست کوي.د دې تر څنګ به پر هغو بهرنیانو دې هیواد ته بندیز ولګول شي چې پرته له اجازې کډوالو سره مرسته کوي.
د هغو غیر حکومتي ادارو فعالیت به د کورنیو چارو وزیر لخوا تاییدیږي چې له کډوالو سره کار کوي، هغه که ملي امنیت ته خطر وویني نو د فعالیت جواز به یې رد کړي.
لومړي وزیر اربان (Orban ) چې ځان د هنګري مسیحي فرهنګ ساتوونکی بولي، د ټاکنو په کمپاین کې اروپا ته د مسلمانانو کډوالو له راتګ سره مخالف و.
له ټاکنو مخکې د ښاغلي اربان حکومت ګواښ کړی و چې هنګري به هم ګډوډیو سره مخ شي او دا به لکه د فرانسې او بلجیم په څیر د کډوالو هیواد شي. حکومت همدارنګه ویلي و چې د کډوالو شتون به د هنګري امنیت کمزوری کړي او د ترهګرۍ خطرونه به ډیر کړي.
ښاغلي اربان همدارنګه ګواښ کړی و چې کډوال به د هنګري اقتصادي پرمختګ ټکنی کړي، له کلیوالي سیمو څخه د حکومت ملاتړ به کمزوری کړي، د میرمنو او نجونو خوندیتوب به له خطر سره مخ کړي او پلازمینه بوداپیست به په بې هویته ښار بدل کړي.
اربان په اخري کمپاین کې ویلي و: (( که دا ډنډ خوشي شي، که سرحدونه پرانیستل شي، که کډوال په هنګري کې د پښې ایښودو ځای پیدا کړي، نو بیا به له هغه حالته وتل ناشوني شي.))
دا مقاله شریکه کړي