بغلان کې یو رسټورانټ چی د میرمنو لخوا اداره کیږی پرانیستل شو
په دې وروستیو کې د میرمنو د شل کسیزې ډلې لخوا په شمالی ولایت بغلان کې یو رسټورانټ پرانیستل شو. میرمنې هیلمنې دي چې دا رسټورانټ او کاري فرصتونه به د بغلان د میرمنو پر کورني اقتصاد مثبت اغیز پریباسي.
د رسټورانټ مالکه ګیتي وايي: (( موږ دغه رسټورانټ په خپلې شخصې پانګې جوړ کړ. میرمنې هڅول کیږي چې دا رسټورانټ وګوري او زموږ له تجربو زدکړه وکړي. موږ تمه لرو چې حکومت مو ملاتړ وکړي او موږ خپل کاروبار ته پراختیا ورکړو))
د رسټورانټ د پخلنځی مشره ګلالۍ وهاب وايي: (( دا یو مثبت حرکت دی. ډیری کورنۍ خپلو میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې د نارینه وو لخوا چلیدونکي رسټورانټ ته لاړې شي. دې رسټورانټ کې ټولې کارکوونکې ښځې دي، نو ځکه میرمنې دلته د راحتۍ احساس کوي. ))
د هوټل د هرې برخې مسوولینې ښځې دي. له پخلي نیولې د لوښو تر وینځلو او پاکولو پورې. د بغلان فعالینې باوري دي چې رسټورانټ به د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې مثبت اغیز ولري، ځکه د دې لارې میرمنې عایداتي سرچینو ته لاسرسی مومي.
د رسټورانټ یوه کارکوونکې شایمه وايي: (( دا د میرمنو لپاره بهترین چانس دی چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته پیسې وګټي. ))
په افغانستان کې د ښځو لومړی رسټورانټ د بارانه کافی په نوم دی چې په ۲۰۱۵ کال کابل کی تاسیس شو. دا اوس هم یو کامیاب کاروبار دی.
دا مقاله شریکه کړي