د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د اړیکو د ټینګولو په موخه سره ولیدل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای په میاشت کې په یوه رسمي سفر د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته لاړ، هلته یې له ترکمن سیال ولسمشر بابردي محمدوف سره وکتل او د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو یې خبرې وکړې.

دواړه ولسمشران په دې خبره هم نظره وو چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته کوي. دوی همدارنګه د نړیوالې ټولنې لخوا د سازمان شویو جرمونو او ترهګرۍ پر وړاندې له  مبارزې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
له دې سربېره، دغو ولسمشرانو د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډ سوداګریز کمیسیون په اغیزمن رول ټینګار وکړ او د لا زیاتو اقتصادي همکاریو په اړه یې بحث وکړ.

دا د سیمه ییزو بیخ بناو ( زیر بنا) په برخه کې همکاري هم در بر کې نیسي، لکه د دواړو هیوادونو تر منځ  د ریل ګاډي د پټلۍ او د ټرانسپورټي سړکونو د ښه پرمختګ لپاره هڅې. د دغې همکارۍ د یوې برخې په توګه په دې هم توافق وشو چې د سرحد اباد – تور غونډۍ تر منځ ریل پټلۍ د ترمیم او رغونې کار پیل  شي او د اقینې ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړل شي.

ولسمشرانو همدارنګه په دې توافق وکړ چې خپلو منځو کې د تیلو او ګازو، کیمیاوي صنعت، نساجي، غالۍ اوبدلو صنعت او کرنې په برخه کې همکارۍ ته پراختیا ورکړي. ولسمشرانو همدارنګه د طبیعي ګازو د نل لیکې د پروژې په اړه خبرې وکړې کومه چې د اسیايي پراختیايي بانک لخوا تمویلیږي. دغه نل لیکه به د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته انتقالوي. د دې لویې پروژې عملي کیدل به د دواړو هیوادونو د  ټولنیز اقتصاد پر پراختیا مثبت اغیز وکړي.

د ناستې په پای کې د  دوه اړخیزو همکاریو (۷)  تړونونه لاسلیک شول. په دې کې د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت تر منځ یو تړون هم شامل دی چې له مخې به یې له ترکمنستان څخه د بادغیس او جوزجان ولایتونو  ته بریښنا وغځول شي. همدارنګه په دغو تړونونو کې د افغانستان د جوزجان پوهنتون او د ترکمنستان د مګټیمګولي پوهنتون تر منځ د همکارۍ تړون هم شامل دی.