کندهارۍ نجونو کرکټ ته مخه کړې

کندهارۍ نجونې د کرکټ په زده کولو سیمه ییز دودونه ماتوي. د ځايي مقاماتو په وینا په کندهار کې اوس ۴۸ښځینه کرکټیانې دي چې د ولایت په کچه د نجونو په ښوونځيو کې کرکټ کوي. ښځینه کرکټ لوبغاړې وايي چې دوی د کرکټ په کولو په ټولنه کې جبري رواجونو او کلچر ته نه وايي.

د مدینې په نوم کندهار کې یوې ښځینه کرکټ لوبغاړې طلوع نیوز ته ویلي: (( نجونې دا لوبه ډیره زیاته خوښوي. ستونزه دا ده چې کورنۍ یې کرکټ کولو ته نه پریږدي. هیله لرم چې کورنۍ یې پرې فشار راوړل نور بس کړي.موږ هم لکه هلکان حق لرو چې ترقي وکړو او مخکې لاړ شو.))
یوې بلې کرکټ لوبغاړې مریم ویلي: (( لکه تاسو چې وینئ موږ د لوبې لپاره معیاري میدان نلرو. موږ پر حکومت غږ کوو چې موږ ته لوبغاړی جوړ کړي چې په یوه ښه چاپریال کې لوبه وکړو. ))

نجونو ویلي چې د وسایلو کمښت او د خاص میدان نشتوالی د دې لامل شوی چې ډیرې کمې نجونې له سپورټ سره علاقه ولري، په ځانګړې توګه له کرکټ سره .

د نجونو د یوه ټیم روزونکې، سحر وايي: (( په دې ښوونځي کې موږ لومړنۍ نجونې وو چې کرکټ مو پیل کړ. زه یوه روزونکې یم. موږ دوه ټیمه لرو، یو یې د ځوانو او بل یې د وړو نجونو دی. ))

هغې زیاته کړه : (( په ټولیزه توګه، دلته ۴۸ کرکټیانې دي. موږ ډیر لږ پرمختګ کړی، ځکه موږ ته پوره پاملرنه نه ده شوې او موږ کافي وسایل نلرو. ))

انیسه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د نجونو د کرکټ د ټیم کفتانه ده. له کډوال پروژې سره په خبرو کې هغې وویل: (( موږ له یوه کال راهیسې کرکټ کوو. په اوله کې مې کرکټ د خپلې کورنۍ له څو نجونو سره پیل کړ. اوس نورې ځوانې نجونې هم علاقمندې شوي او اوس موږ څلور ټیمونه لرو. ))

انیسې زیاته کړه: (( د یوه مسلکي روزونکي نشتوالی اوس هم زموږ لپاره یوه ننګونه ده. له حکومته غواړو چې موږ ته په کندهار کې دا اسانتیا برابره کړي چې کرکټ په مسلکي توګه زده کړو. دا به ځوان نسل ته انرژي ورکړي او صحتمند به یې کړي. ))
انیسې د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره نجونې په دې ولسوالۍ ( ډنډ) کې کرکټ کوي، وویل چې نپوهیږي.

هغې زیاته کړه: (( له دقیقې شمیرې خبره نه یم؛ خو کرکټ مشهور شوی او ډیری نجونې یې د کولو مینوالې دي. په هر صورت، یوه خوندي میدان او خوندي ځای ته نه لاسرسی د دې لامل شوی چې ډیری کورنۍ خپلو نجونو ته د لوبو اجازه نه ورکوي. ))

TMP – 08/06/2018