په برتانیا کې میشت کډوال شاید پنځه کاله وروسته و ویستل شي

TMP – 02/04/2017

هغه کډوال چې په برتانیا کې یې د دایمي هستوګنې لپاره درخواستونه کړي، مجبور دي چې رسمي بیا کتنه ومني؛ نو که چیرې ددوی اصلی ټاټوبی خوندي وګڼل شي، بیرته به خپل هیواد ته ولیږل شي، دا د یاد شوي هیواد کورنیو چارو وزارت د نوې کړنلارې یوه برخه ده.

آیا کډوال  وروسته له هغې چې د لومړي‌ ځل لپاره په برتانیې کې پناه ورکول کیږي،‌ پنځه کلن مصؤنیت ته اړتیا لري‌او کنه، د  بیا کتنې پالیسي د مارچ په نهمه اعلان شوه او  باور کیږي‌ چې په عاجل ډول به عملي شي.

د کورنیو چارو وزارت د تازه لارښونو له مخې، د نوي (خوندي لیږد) بیا کتنه، ټولې هغه قضیې په بر کې نیسي چیرته چې کډوالو په برتانیا کې د ځای په ځای کیدو لپاره درخواست کړی وي او دوی هلته د ازمایښت پنځه کلنه دوره هم پوره کړې وي.

د دې لارښونې په اساس د کډوالو د پریښودلو کړنلاره په اوله کې خونديتوب چمتو کوي او هغوی ته د پریښودو دومره محدود وخت ورکوي چې اړتیا ورته لري. خو کړنلاره دا هم زیاتوي چې له دې ډاډ ترلاسه شي چې هغه کسان چی د خوندي شړلو پروسه یی وکتل شی او د اړتیا مطابق یې ساتنه وشي، خو دا یې روښانه کړې چې څوک د ډیر وخت لپاره حفاظت ته اړتیا نلري، نو د دې ضروریت شته چې په بل بنیاد  د اوسیدو درخواست وکړي او یا برتانیا پریږدي.

له (۵۹۰۰۰) ډیر هغه کډوال چې په تیرو پنځو کلونو کې یې  برتانیا کې حفاظت ترلاسه کړی، دا ټول اوس د خوندي هیوادونو له بیا کتنې سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: (( زموږ په کړنلاره کې هیڅ تغییر نه دی راغلی. له ۲۰۱۰ کال راهیسې موږ له (۱۰۰) زرو ډیرو کډوالو ته ځای ورکړی. په هر صورت موږ هیڅکله په سمدستي توګه د ځای په ځای کولو کړنلاره نه ده عملي کړې.))