د ډونکرک په پنډغالي کې ماشومان او میرمنې له پراخو جنسي ځورونو سره مخ دي

TMP – 23/02/2017

د Observer بریتانوي ورځپاڼې د یوه راپور په حواله، چې د فبروري په ۱۲مه خپور شوی، د ډونکرک پنډغالي د ننه ماشومان او میرمنې د انساني قاچاقبرو لخوا له پراخه جنسي ځورونو سره مخ دي. دغه کیمپ د فرانسې په شمال کې موقعیت لري.

د روغتیايي کارکوونکو، کډوالو او نورو مسوولینو لخوا چمتو شوي معلومات په ډاګه کوي چې په کیمپ کې د ننه جنسي ځورونې ډيرې شوي دي. ماشومان او میرمنې د ډیرو عادي شیانو لکه  د شړیو، خوراکي توکیو او یا انګلستان ته د رسولو په بدل کې، انساني قاچاقبرو لخوا په زور جنسي اړیکو ته مجبوریږي.

په ډونکرک کیمپ کې دا مهال (۲۰۰۰) کډوال اوسیږي چې شاوخوا (۱۰۰) تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي.

له مرکو څخه څرګندیږي چې په کیمپ کې د ژوند کولو حالت  ډیر نازک  او نا خوندي دی او انساني قاچاقبر دلته په پوره زور او زواک کې دي. د راپورونو له مخې دغه کیمپ ته چړې او وسلې هم انتقال شوي او کارول کیږي.

په کیمپ کې له رضا کاره همغږي کوونکو څخه یوه ویلي: (( جنسي ځورونې، تاوتریخوالی او جنسي تجاوزونه بلکل عام شوي دي. پر ماشومانو بریدونه کیږي او په میرمنو جنسي تیري کیږي او په زوره مجبوریږي چې د قاچاق قیمت له خپل بدنه پوره کړي.))

دې رضاکار همدارنګه د ګڼو هغو پيښو یادونه کړې چې پر ماشومانو بریدونه شوي. هغه زیاته کړې: (( په کیمپ کې یوه دولس کلنه نجلۍ داسې سړي ته ناوې شوه چې عمر یې د هغې له عمره له دوه برابره څخه هم لوړ و. کله چې نجلۍ د خاوند د ناوړه چلند له کبله  نه غوښتل نور ورسره خبرې وکړي، نو  وګواښل شوه. یو دیارلس کلن هلک چې نور خپل وطن ته راستنیده، په کیمپ کې پرې تجاوز شوی. ))