ځوان افغان رهبر هیواد ته هیله من دی

TMP – 20/04/2017

څلرویشت کلن احمد شکیب محسن یار یوه جایزه ګټونکی افغان دې ته ژمن دی چې په خپل هیواد کې یو بریالی ژوند پیل کړي. شکیب  ته په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د  تعلیمي او کلتوري ادارې لخوا د ځوان رهبر جایزه ورکړل شوه. دا جایزه د زده کړی له یو میاشتني پروګرام له بشپړولو وروسته  محسن یار ته ور ډالۍ شوه.

 شکیب، د افغانستان د راتلونکې لپاره هیله من او خوشبین دی. هغه وايي چې هیڅکله یی هم اروپا، امریکا یا کاناډا ته د کډوالۍ په اړه فکر ندی کړي.

شکیب زیاتوي: ((کله چې د  ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د کډوالۍ جریان چټک شو، زه امریکا ته ولاړم چې د زده کړی په یوه برنامه کې ګډون وکړم. زما ډیرو ملګرو حتی کورنۍ مې  ټینګار کاوه چې امریکا کې پاتې شم او یا کاناډا ته واوړم. زه د خپلو څلورو ملګرو په خلاف بیرته خپل هیواد ته راغلم ترڅو خپل جګړه ځپلي هیواد او خلکو ته خدمت وکړم.))

د جایزی د ګټلو څخه وروسته شکیب محسن یار دری ځلی نور هم امریکا ته او دوه ځلې اروپا ته ولاړ، خو هغه ټینګار کوي چې که له خپل هیواد سره یې پرتله کړي، نو کډوال په اروپا کې مقام او فرصتونه نشي تر لاسه کولی.

شکیب، د یوه حکومتي مامور سر بیره، په ټولنه کې د وطنپالنې روحیې د هڅونې په موخه د ټولنیزو رسنیو له لارې ( افغانستان تا ته اړتیا لري) په نوم یو کمپاین هم پر مخ بیایی.

 شکیب محسن یار زیاتوي: (( جګړه زموږ په هیواد کې دوام لري، خو موږ اړتیا لرو چې حالات بدل کړو. د دې کمپاین له لارې موږ کوښښ کوو چې د خپلو هیوادوالو ذهنیت بدل کړو او دا مفکوره ورکړو چې افغانستان په رښتیا دوی ته ضرورت لري.))

د افغانستان د مرکزي احصایې د شمیرنو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې  له (۹ اعشاریه یو میلیون) څخه ډیر زده کوونکي چې (۳ اعشاریه ۶ میلیونه یې نجونې دي) ښوونځیو ته تللی او همدارنګه د هیواد په سطحه  له ۳۰۰ زرو ډير محصلان په پوهنتونونو کې دي چې (۶۵۰۰۰) یې نجونې دي.  دا پیغام موږ ته زیری را کوی چې د افغانستان راتلونکی نسل به مخکښ سوداګر او رهبران وي.