د کډوالو ماشومان کالاس ته را ګرځي

TMP – 18/03/2017

په تېرو څو اونیوو کې  تر (۴۰۰) پورې هغه  کډوال چې د انګلستان په نیت را خوځیدلي وو او ډيری یې بې سرپرسته ماشومان دي، بیرته یې کالاس کیمپ ته، چې د فرانسې په شمال کې واقع دی، مخه کړې.  

د یوې ځایي مرستندویه ټولنې کارکوونکی لیوس فاوري وايي:  موږ باور لرو چې څه کډوال به بیرته راشي او له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې کډوال اوسمهال په سیمه کې دي. دا ستونزمنه ده چې کره شمیره ترلاسه شي، ځکه ډیری غواړي چې له پولیسو پټ وي.

د یوې بلې نادولتي موسسې کارکوونکې یولاین بیرنارد ویلي چې هغه او ملګري یې هره ورځ له سلو زیات خوراکونه هغو کډوالو ته وړي چې بیرته راګرځي. هغه وايي: موږ دوی ټول نه دي شمارلي، خو هر وخت نوې څیرې وینوو؛ نو موږ هرو مرو  له سلګونو خلکو سره خبرې کوو.   

(ځنګل) په کالاس کې د کډوالو په لاس د جوړ شوي کیمپ یو بل نوم و. دا کیمپ د تېر کال په اکتوبر کې ړنګ شو. دا د ناقانونه کډوالو د مخې ډب کولو لپاره یوه هڅه وه. دغه کډوال دلته راټولیدل او بیا انګلستان ته یې د تلو تابیا کوله، نو دا کیمپ وتړل شو. فرانسې د هیواد په کچه ۶۰۰۰ کډوال اړوندو مرکزونو ته ولیږل.  په سیمه کې، له وخته  د دایمي ماموریت

لپاره پولیس خواره شوي دي.