بلجیم، انګلستان ته په لاره له (۱۷۰۰) ډیر کډوال درولي دي
TMP – 05/03/2017
د بلجیم مقامات وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې یې (۱۷۳۶) هغه کډوال له فرانسې سره په ګډه پوله درولي چې غوښتل یې انګلستان ته واوړي.
د بلجیم د کورنیو چارو وزیر جان جمبون په وینا، انګلستان ته د کډوالو مخنیوی، د هغه عملیاتي پلان برخه ده چې په تیر اکتوبر کې یي عملِ کول پیل شوي.
دغه عملیات هغه وخت تنظیم شول چې مسوولین له دې خبر شول چې فرانسې د کیلاس کیمپ په تړلو پیل کړی دی . په دغه کیمپ کې په زرګونو هغه خلک اوسیدل چې غوښتل یې انګلستان ته لاړ شي.
ځینو کډوالو د شینګڼ توافقنامې څخه په استفادې ځان ته لاره پیدا کړې وه. دغه توافقنامه بروکسل ( بلجیم مرکز) کې خلکو ته اجازه ورکوي چې د فرانسې ټیکټ په لرلو سره د بروکسل له لارې لندن او پاریس نښلوونکي اورګاډي کې، پرته له پاسپورټ ښودلو له بندره تیر شي.
اوس د اورګاډي د ادارې د معلوماتو په اساس، ممکن نه دی چې له بروکسل تر فرانسې پورې مسافرین دې په ځانګړې خونې کې، په داسې ډول سره چې د اورګاډي له نوورو مسافرینو به بیل وي، کینول شي او ټول دې یو ځای د فرانسې په لیل ښار کې ښکته کړای شي.
دا مقاله شریکه کړي