د اروپايي ټولنی غړی هیوادونه، کډوال بیرته یونان ته ګرځوي

د اروپايي ټولنې ګڼ غړي هیوادونه، یونان ته د هغو کډوالو د بیرته ور ګرځولو لړۍ پیلوي، کومو چې لومړی په یونان کې د کډوالۍ لټه کړې وه. دا تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې اتن ښار کې کډوالو مظاهر وکړه او غوښتل یې چې په اروپا کې د خپلو کورنیو له غړو سره یو ځای شي.
جرمني ویلي چې دوی به ۳۹۲ کډوال بیرته یونان ته وشړي او انګلستان، هالنډ، فرانسه او ناروي هم کوښښ کوي چې یو کوچنی ګروپ د ډوبلین اصولو له مخې بیرته یونان ته وګرځوي. دا پرېکړه پر هغو کډوالو عملي کیږي چې د روان کال  له مارچ وروسته اروپا ته راغلي دي.
د یونان د کډوالو چارو وزیر یانیس موزالاس برتانوي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي : (( رسمي کارونه پیل شوي او تمه ده چې د کډوالو راګرځول په راتلونکې میاشت کې شروع شي. ))
هغه زیاته کړې: (( دا کړنلاره به په یوه سیمبولیک تعداد پیل شي، چې له اروپايي ټولنې سره د ملګرتوب تمثیل وکړي. یونان له مخکې ګڼ شمیر کډوال منلي، او د یوه فشار لاندې راغلي، او د نورو کډوالو منل به یوه نااشنا ټوکه وی او که چیری نوموړی کړنلاری هم پایله ور نه کړه نو غمیزه به و زیږوی.
د ډوبلین اصول له کډوالو غواړي چې اروپا ته د ورتګ  لپاره هلته  د پناه اخیستنې درخواست وکړي کوم ځای کې چې داخلیږي. په ۲۰۱۵ کال کې چې د کډوالو بحران لوړ شو یو میلیون نران، ښځې او ماشومان یونان کې بند پاتې شول، دوی غوښتل چې له دې ځایه د اروپا نورو هیوادونو ته لاړ شي.
په ۲۰۱۱ کال کې یونان ته د کډوالو استول وځنډول شول، دا کار له هغې وروسته وشو چې د اروپا د بشري حقونو محکمې مداخله وکړه، او حالت یې سخت وښودل. موزالاس دعوه کوي چې حالات ښه شوي او اوس د اروپايي ټولنې معیارونه پوره کوي. د یوې احصایې له مخې ۱۴۱۰۰ کسان اوس هم د یونان ټاپو ګانو په استوګنځایونو کې اوسیږي. د بشري حقونو څار

سازمان په یوه تازه راپور کې لیکلي چې په دغه استوګنځایونو کې د ځان وژنې هڅې، ځان ځورونې، تجاوز، خپګان او پریشاني پیښې ډیرې شوي دي.
په یونان کې ۶۲۰۰۰ نور کډوال په پراګنده ډول اوسیږي. نږدې ۲۰۰۰۰ نور کډوال له اتن ښار بیرون په کرايي کورونو کې اوسیږي او نور بیا په پخوانیو پوځي بارکونو او کارخانو کې ژوند کوي. نا دولتي ادارې وايي چې هڅه کوي کډوال د روغتیايي خدمتونو په ګډون نورو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی ومومي.
یونان ته د را رسیدونکیو کډوالو شمیره د پام وړ کم شوې ده. دا کار له هغې وروسته شوی چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره تیر کال یوې هوکړې ته ورسیده. خو موزالاس لا اندیښمن دی چې هیواد کې یې ناورین زر ختمیدونکی نه دی.