سویډن د پناه غوښتوونکیو ماشومانو د عمر تثبیت لپاره نوې لایحه معرفي کړه

TMP – 26/03/2017

سويډن له یوه نوي میتود سره مخکې روان دی چې د پناه غوښتوونکیو ماشومانو عمر د هغوی د غاښونو او زنګنونو د بندونو په معاینې سره تثبیت کړي.

دغه نوی سیستم چې د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې په ډاګه شو، داسې طرحه شوی چې د پناه ورکونې پروسې په جریان کې د عمر تثبیت لا پسې دقیق کړي.

د سویډن د کډوالو مقام چې د میګریشن ویرکیټ په نوم یادیږي، پخوا تر نیوکې لاندې و. نیوکه دا وه چې د پناه غوښتوونکیو د عمر په تثبیت کې پاتې راغلی. ځینو ښاروالیو د مشکوکو قضیو راپورونه ورکړي وو چې د لوی عمر  کسان د ماشومانو په توګه ثبت شوي او په هغو کورونو کې چې د تنکیو زلمیانو د ساتنې لپاره دي، ځای په ځای شوي او یا ښوونځیو ته لیږل شوي.

د میګرانټس ویرکیټ د معلوماتو له مخې، کله چې دغه کړنلاره تیر کال اعلان شوه، د هغو  ۷۰٪ بې سر پرسته ماشومانو په اړه شکونه وو، چې د ۱۵ او ۱۷ کلونو عمر لرلو دعوه یې کړې وه.

د عمر د تثبیت نوې طریقه کې د عقل غاښونو ایکسرې، او د زنګنونو د بندونو  ام ار ای سکن شامل دی چې دا به د غاښونو د ډاکټرانو او راډیولوجستانو لخوا تحلیلیږي. تمه ده چې لومړی پیله یې  په څو اونیو کې چمتو شي.