اروپا په اساسي توګه د افغان کډوالۍ مرسته کوي

TMP – 07/03/2017

د برتانیا د دفاع وزیر خبرداری ورکړ  چې که ایتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دا هیواد به سقوط وکړي او  دا به د کډوالۍ د یو نوی ناورین سبب شي.

میکل فالون، چې د فبروري په ۲۰مه، په مونیخ کې امنیتي کنفرانس ته وینا کوله وویل که افغانستان د بلواګرو  او افراطیانو لاس ته ولویږي، دا به پر غرب، په ځانګړې توګه پر جرمني او برتانیا، مستقیم تاثیر وکړي.

د هغه په وینا، ممکن د لویدیځ په نیت له درې تر څلورو میلیونو  افغان ځوانان له خپلو کلیو وتلي وي، دوی دلته مخه کړې. دوی جرمني او برتانیا ته مخه کوي او دا به خامخا اغیز کوي، که چیرې د دوی وطن سقوط وکړي.

دفاع وزیر،  همدارنګه د ولسواکۍ د ارزښتونو  د ساتنې لپاره په افغانستان کې د ناټو  په حضور ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((  که چیره هلته (افغانستان)  ته داخلیدل سم و، نو دا سم نه دی چې ماموریت تمام شوی نه وي او  افغانستان پریښودل شي.))

دفاع وزیر پر هغه وخت هم تبصره وکړه چې په لویه شمیره افغان کډوال په حرکت کې وو. دغه شمیره په ۲۰۱۶ کې  دوه عشاریه اوه میلیونه (2.7) او په ۲۰۱۵ کال کې (62100) وه. افغان کډوال د شمیر په لحاظ دنړۍ په کچه له سوریې وروسته دویم مقام لري.

ضمناً، جرمني هم خپلو هیوادونو او سیمو ته د رد شویو پناه غوښتوونکیو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

د جرمني د لومړې وزیرې د دفتر مشر او د کډوالو په چارو کې د حکومت همغږی کوونکی پیټر الټمایر ویلي چې تیر کال (۸۰۰۰۰) رد شوي پناه غوښتوونکي خپلو هیوادونو ته شړل شوي دي.

له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د پناه غوښتونکیو له  (۷۰۰۰۰۰) ترلاسه شویو درخواستونو  څخه (۳۰۰۰۰۰) رد شوي او دوی به شړل کیږي. د ترلاسه شویو ارقامو له مخې، په ۲۰۱۶ کې د پناه غوښتنې د درخواستونو  درېیمه برخه د سوریې، افغانستان او عراق د کډوالو ده.