افغانې میرمنې او نجونې تمرین کوي چې د وشوو رزمي ورزش استازې شي
د کابل د لویدیځې څنډې په یوه تپه کې د افغان نجونو او میرمنو کوچنۍ ډله د وشو کانګفو تمرین کوي. د هزاره ټبر دغه لس کسیزه ورزشي لوبډله د داسې ورځې لپاره چمتوالی نیسي چې د خپل هیواد لخوا نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره واستول شي.
دغه ټیم د شل کلنې میرمنې سیما عظیمي لخوا روزل کیږي چې په وشو لوبه کې یې تور کمربند په ایران کې اخیستی دی. عظیمي ایران کې درې کاله په دغه برخه کې زدکړې کړي او اوس خپل وخت دلته د میرمنو او نجونو په روزنه تیروي.
په کابل کې میرمنې او نجونې ځینې وخت ښوونځي، کار ته د تګ او یا سودا اخیستلو په مهال ځورول کیږي. دا مهمه ده چې دوی ته له ځان څخه د دفاع مهارتونه ورزده شي. عظیمي د هغې پیښې یادونه کوي چې یو غله غوښتل له دې څخه دستکول وتښتوي خو له خپل ورزشي مهارتونو څخه په استفادې یې مقابله وکړه او خپل دستکول یې وساته.
عظیمي اوسمهال نهه شاګردانې لري. په دوی کې یوه ریحانه امیري ده چې هغه هم شل کاله عمر لري. هغه هیله لري چې یو وخت وکولای شي د وشو په نړیوالو سیالو کې برخه واخلي او افغانستان ته ویاړ وګټي.
کله چې دوی بیرون تمرین ته نه ځي، نو په یوه کوچني کلب کې تمرین کوي چې لګښت یی د یوه ځوان ممثل لخوا تمویلیږی . د عظیمي په وینا دا سخته ده چې د روزنې ټول اړین توکي ترلاسه کړي. هغې د تمرین لپاره توره له ایرانه راوړې او د تمرین کالي د کابل په خیاطانو ګنډي.
عظیمي چې کله له ایرانه راغلې نو دا یې هدف ګرځولی چې خپلې ځوانې ګاونډۍ نجونې وروزي. هغه له خپلو شاګردانو د میاشتې له دوو څخه تر پنځو ډالرو پورې فیس اخلي چی د شاګردانو عاید او وړتیا ته په کی پاملرنه کیږي.
عظیمي وايي: (( زما د ځینو شاګردانو کورنیو ته دا سخته ښکاري چې د خپل کور غړي تمرین ته پریږدي؛خو زه هغوی کره ځم او مور و پلار سره یې خبرې کوم.))
د عظیمي په اند نجونې او میرمنې کولای شي چې په ورزش کې له هلکانو سره یو شان سیالي وکړي. هغه سیالۍ چې د المپیک د ملي کمیټې لخوا په کابل کې پیل شوې وې، عظیمي پکې د کانګفو غوره ښځینه ورزشکاره وپیژندل شوه.
دا مقاله شریکه کړي