د مچیو روزنې افغان میرمنې د دې جوګه کړي چې خپلې کورنۍ وچلوي
کاروباري میرمنو د مچیو روزنې او د شاتو تولید ته مخه کړې، دا یې د عایداتو سرچینه ده او په دې توګه خپلې کورنۍ ساتي.
د ځینو نادولتي ادارو او بهرنیو مرستو په ملاتړ، په بامیانو کې د مچیو د روزنې څلور کوپراتیفونه جوړ شوي دي. په دې توګه (۴۰۰) کاري فرصتونه پیدا شوي دي چې تقریبا نیمايي برخه یې میرمنې جوړوي.
په (۲۰۱۲) کې د کرنې وزارت د مچیو روزنې ته پرمختګ ورکړ چې دغه برخه یو ځل بیا فعاله شي. د دغو هڅو په پایله کې څلور کوپراتیفونه فعال شول چې اوس په کال کې (۱۴) ټُنه، شات تولیدوي.
جمیله یوه نیا ده چې یواځې اوسیږي. هغې یو کال وړاندې هغه وخت د مچیو روزل پیل کړل، چې له ګاونډیانو یې یو صندوق مچۍ واخیستې. هغه په ویاړ وایي: ” زه ځانته پیسې ګټم”
یوه کیلو شات بامیانو کې په (۸۰۰) او کابل کې په (۱۰۰۰) افغانۍ دي.
د یوه صندوق مچیو په روزلو اوس جمیله کولای شي خپل ځان حمایه کړي، د هغې اولادونو کور پرې ایښی دی.
هغه وايي: ” کله چې د خپلې لور لیدلو ته ځم د موټر کرایه ورکولای شم، هغې ته چاکلیټ اخیستلای شم. “
د مرضیه په نوم د مچیو بله ساتونکې له هغې وروسته د شاتو تولید ته مخه وکړه چې خاوند یې په (۲۰۰۰) کال کې طالبانو وواژه. هغه اوس څلور صندوقه مچۍ لري.
مرضیه وايي: ” د شاتو په کاروبار کولای شم خپله کورنۍ وساتم، زه خپله د ځان مشره یم. “
فاطمه او د هغې لورګانی د شاتو څو کندوان د قطکن په غونډیو کی ساتلی. د فاطمی خاوند هم د هغی سره مچیو ته د بوری په راوړلو کی مرسته کوی، د فاطمی خاوند وایی: ((دا لومړی ځل دی چی مونږ په ګډه کار کوو)).
د مچیور روزنه افغانانو ته یو دوامداره کاروبار دی او میرمنو ته ډیر په زړه پورې دی. د بامیانو د کرنې ریاست یو مسوول وهاب محمدي وايي: ” د مچیو کارو بار په ټولنه کې پراخ محبوبیت لري چې میرمنې په لومړۍ کرښه کې دي او خپلې کورنۍ حمایه کوي. “هغه زیاتوي: دا مخ په ډیریدو دی، خلک ورته د یوې بریالي ابتکار په توګه ګوري او کاپي کوي یې.”
دا مقاله شریکه کړي