په افغانستان کې د میرمنو لومړني ټلویزیون خپرونې پیل کړې
ښځو ته په بشپړه توګه ځانګړي شوي ټلویزیوني چاینل، له کابل څخه خپرونې پیل کړې. (زن ټلویزیون) ټولې پرزنټرانې او پروډيوسرانې ښځینه دي او مخاطبان یې هم میرمنې دي.
د یاد شوي ټلویزیون یوه پروډیوسره شل کلنه خاطره احمدي وايي: ” ډیره خوشحاله یم چې دا ټلویزیون د ښځو لپاره جوړ شو؛ ځکه زموږ ټولنه کې داسې میرمنې شته چې له خپلو حقونو خبرې نه دي.”
هغه زیاتوي: ” دغه سټیشن د ښځو استازیتوب کوي او موږ کار کوو چې د ښځو غږ پورته کړو او دوی له خپلو حقونو دفاع وکړي”
که څه هم د طالبانو له سقوط وروسته، د ښځو حقونه، تعلیم او د بیان ازادي په افغانستان کې له سترو لاسته راوړنو څخه دي؛ خو په رسنیو کې د میرمنو ونډه لږ ده.
د ( زن ټلویزیون) بنسټ ایښودونکی حامد سمر وايي چې د افغانستان په کچه ښځینه اوریدونکې خبرونو او هغو بحثونو ته، چې د دوی تجربې منعکسوي، لیواله دي.
حامد وايي: ” د ښځو د حقونو او رسنیو د حقونو په اړه دلته ډیرې خبرې دي؛ خو موږ د ښځو لپاره کوم ځانګړی شی ونه لیده، د همدې لپاره مو دا کار[ تلویزیون ایجاد] کړ”
زن ټلویزیون ډیره لږه بودجه لري او د یوې عادي سټوډیو په ذریعه کابل کې فعالیت کوي. دا سټیشن په لومړیو کې په مرکو تمرکز کوي، همدارنګه روغتیايي او د سندرو پروګرامونه هم لري.
د خاطره احمدي په څير ځینې کارکوونکې د کورنیو له مخالفو غړو [ د ښځو له کار سره مخالفې] سره مرسته کوي. احمدي باور لري چې د ښځو نوي نسل ته په رسنیو کې د کار چانس ورکول د ټلویزیوني سټیشن واقعي ګټه ده.
خاطره وايي: ” زه دلته راځم چې خپلې تجربې له نورو ملګرو سره شریکې کړم او زه ډیره خوشحاله یم چې له نورو نجونو سره ګډ کار کوم “
دا مقاله شریکه کړي