افغانستان کې د میرمنو د ژوند د سټایل مجله چاپ شوه
په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ځانګړي شوي لومړي ټلویزیوني چاینل خپرونې ولیدل شوې، اوس د میرمنو د ژوند د سلیقې په اړه لومړی مجله ( ګیلارا) هم چاپ شوه.
د مجلې مسووله مدیره فتانه حسنزاده وايي: (( تر اوسه رسنیو یواځې له ښځو سره په تاوتریخوالي تمرکز کاوه، موږ غواړو د ښځو بل مخ وښیوو. ))
د دې مجلې (۲۰۰۰) ګڼې کابل کې چاپ شوي. پر پښتۍ یې د افغاني الاصله کاناډایۍ سندرغاړې مژده جمالزاده عکس دی. مجله کې د سینې د سرطان، یوګا او ایراني فلم او ښکلا په اړه لیکنې دي.
د مجلې ايډیټره عزیزه کریمي وايي: (( غواړو وښیوو چې میرمنه کولای شي ښایسته مخ ولري او ښه لباس ولري. موږ کوښښ کوو چې ټولنه وپوهوو ، نه غواړو چې هغوی ته ټکان ورکړو .))
حسنزاده د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه شان محافظه کاره ټولنه کې به څنګه مجلې تر کلیو او بانډو ورسیږي؟ وویل: (( غواړو هر یو خپل هدف وګرځوو. څه شیان د ښار لپاره دي او څه د کلیوالو لپاره.))
هغې همدارنګه وویل چې ډیری کلیوالې میرمنې به هم دا مجله وګوري، که چیرې یې میړونه ورته کورونو ته راوړي.
حسنزاده په کابل کې د خپل کار له امله له ګواښ سره مخ ده. کله چې هغه په دې وروستیو کې د خپلې مجلې د مشهورولو لپاره کابل پوهنتون ته لاړه نو د شرعیت پوهنځي محصلینو ورته خنډ جوړوه او مجله یې غیر اسلامي ګڼله چې امنیتي ځواکونو د هغوی مخه ونیوله.
حسنزاده وايي په جنجالي موضوعاتو راپور لیکنې د ګواښونو لامل کیږي.
هغه زیاتويي: (( موږ په افغانستان کې د ولسواکۍ دویم نسل یوو. په انقلاب کې تل قرباني وي. دا موضوعات خطرناک نه دي، اصلا دا ټولنه خطرناکه ده. ))
دا مقاله شریکه کړي