افغان میرمنې د سولې په ټینګښت کې کلیدي رول لوبوي
افغانستان له خپلو میرمنو غواړي چې په مدني ټولنه کې ځواکمن رول ادا کړي او په هیواد کې د سولې لپاره پراخې هڅې وکړي.
خیریه او د میرمنو د حقونو ادارې هیله منې دي چې سوداګرۍ ته په مخه کولو او نوې ټکنالوژۍ ته په هرکلي ویلو به د افغان میرمنو استعدادونه وغوړیږي او په دې توګه به اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي.
د ډیجیټل سټیزن فنډ په نوم یوه غیر دولتي اداره د هیواد په پرمختګ کې د میرمنو او نجونو ملاتړ کوي. دوی ته د ای ټي(IT ) د زدکړو روزنیز پروګرامونه جوړوي. تر اوسه له ( ۱۰۰۰۰) ډيرې میرمنې په کابل او هرات کې د ای ټي د زدکړې په مرکزونو کې روزل شوي دي.
د دغې ادارې مرستیاله مؤسسه الهه محبوب وايي چې ټکنالوژي له میرمنو سره مرسته کوي چې په ټولنه کې د هغوی نقش تغییر وکړي.
هغه وايي: (( ډیره مهمه ده چې ورځ په ورځ افغان میرمنې په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو دریږي، دا هغه څه دي چې د طالبانو په وخت کې په بشپړه توګه منع و.))
د جګړې ماشوم (War Child ) په نوم یوه بله خیریه ټولنه، له (۱۵) کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دا ټولنه جګړه ځپلو افغان میرمنو ته پورونه چمتو کوي چې خپل کاروبار شروع کړي. دا هغه میرمنې دي چې د افغانستان له ډیرو بیوزلو سیمو څخه راځي او ډیرې بېوسه دي او د سوداګریو له لارې د پورونو ۹۹٪ سلنه خپله ادا کوي.
د کارپوهانو په وینا میرمنو ته واک ورکول د سولې اوږد مهاله ستراتیژي ده او دا میرمنې باید د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې فعال رول ادا کړي.
د جګړې ماشوم د ټولنې یو مسوول ډاکټر سمنتا نټ (Dr Samantha Nutt ( وايي: (( موږ له میرمنو سره د رهبریت په نقش کې مرسته کوو او هغوی هڅوو. مدني ټولنې ځواکمنوو. زما مطلب دا دی چې زما په اند دغه موارد د سولې بنسټونه جوړوي.))
دا مقاله شریکه کړي