د فرانسې لومړي وزیر د کډوالی نوی پلان وړاندې کړ

د فرانسې لومړي وزیر اډوارډ فلیپس داسې یو نوی  پلان په ګوته کړی چې په پلي کیدو به یې ډیر ناکام پناه غوښتوونکي وشړل شي، د پناه ورکونې پرېکړه به چټکه کړي او هغو خلکو ته به، چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتوونکيو په توګه منل شوي، کورونه ورکړي.

لومړي وزیر ژمنه کړې چې فرانسه به د ناقانونه کسانو په شړلو کې اغیزمن اقدامات وکړي. تیر کال په فرانسه کې (۹۱۰۰۰) کډوال ونیول شول، دوی دلته د قانون خلاف اوسیدل. له دې جملې څخه (۳۱۰۰۰) کسانو ته امر شوی چې فرانسه پریږدي.

په فرانسه کې د کډوالی ناورین تر دی کچی زیات شوي چی د پاریس مقامات په تیرو دوو کلونو کې مجبور شوي دي چې (۳۴) ځله په زور سره په یوه ګاونډ کې کیمپونه له کډوالو پاک کړي. د تېر کال په اکتوبر کې چې کله د ځنګل په نوم کیمپ له کډوالو پاک شوو، نو په سلګونو کډوال د فرانسې شمال کې د کالایس ښار ته لاړل.

د دغه پلان د یوې برخې له مخې، فرانسه به د لیبیا په څیر له باثباته هیوادونو سره مرسته وکړي، له کوم ځایه چې ډیر کډوال اروپا ته د رسیدلو هڅې کوي. فرانسه به همدارنګه له ایټالیې سره له نږدې کار وکړي چې له مدیترانې سمندر څخه د کډوالو د تیریدلو جریان بند شي.