جرمني افغان کډوال را وشړل

جرمني د اکتوبر په ۲۵مه، ۱۴ افغان کډوال را وشړل، د ځینو فعالانو په خبره دا د بیرته را شړلو د کمپاین پرمختګ دی.
د افغان سرحدي پولیسو په وینا، د دغو کډوالو د سورلۍ الوتکه د ختیځ جرمني د لیپزګ هوايي ډګر څخه والوته او سهار وختي کابل ته را ورسیده.
راشړل شوي ۱۴ کسان ټول نران وو .له دوی څخه یوولس یې ځکه راوشړل شول چې په جرمني کې د جرمونو لکه؛ قتل، بدني ازار، پر ماشومانو د جنسي تیري، فریب او غلاوو مرتکب شوي وو.
او درې نورو یې له جرمني مقاماتو سره د خپل هویت په پیژندلو کې مرسته نه وه کړې.
د تیر کال په اکتوبر کې چې د کډوالو د هجوم د مخنیوي په خاطر د جرمني او افغان حکومت تر منځ هوکړه وشوه، تر دا مهاله جرمني ۱۲۸ کډوال چې ډیری یې ځوانان وو، په شپږو الوتکو کې افغانستان ته راشړلي دي.
هغه کډوال چې د جرمنو مرتکب شوي، د تروریستي اعمالو شک ور باندې دی او یا یې د خپل هویت په ډاګه کولو کې د جرمني له مسوولینو سره همکاري نه ده کړې، د را شړل کیدونکیو په نوملړ کې دي.
د سکسوني ایالت داخله وزیر مارکُس یولبیګ( Markus Ulbig) ) د (MDR) په نوم یوې عامه نشریې ته ویلي چې جرمني روښانه پیغام لیږلی او هغه دا چې هغه څوک چې د کډوال په توګه نه دي پیژندل شوي، د زیات وخت لپاره به جرمني کې د اوسیدو حق ونلري.