افغانستان به د ترهګرو پناه ځای نشي
داسې اندیښنې چې ګوندې افغانستان به د ترهګرو پر خوندي پناه ځای بدل شي، مخ په زیاتیدو دي. دا اندیښنې وروسته له هغې را وټوکیدې چې د می میاشت په وروستیو کې کابل کې ځانمرګی برید شو.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ،چې د جون په لومړیو کې اسټرالیا کې په یاده شوې موضوع خبرې کولې، وویل چې واشنګټن افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره جګړې ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې امریکا به هر هغه څه وکړي چې پرینږدي افغانستان د ترهګرو پر خوندي پټنځی بدل شي.
ټیلرسن په ډاګه کړه : (( موږ به هیڅکله د دې اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو پر یوه داسې ځای بدل شي چې بریدونه ترې عملي شي او له افغانستان سره زموږ تعهد دا دی چې ډاډه شو دا وطن به هیڅکله د ترهګرو پر خوندي پټنځي بدل نشي چې پر نورې نړۍ او پر ګاونډیانو ترې بریدونه وشي. ))
د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس تایید کړه چې هیواد یې له افغانانو سره د ګډ دښمن پر وړاندې ولاړ دی. هغه طالبانو ته په اشارې وویل : (( موږ به مدني ژوند داسې چاته و نه سپارو چې د ټاکنو له لارې بریا نشي ترلاسه کولای. ))
دغه غږ د اسټرالیا حکومت لخوا هم بدرګه شو. د اسټرالیا د دفاع وزیر ماریس ان وویل: (( هغوی [ طالبان] د انتخاباتو له لارې واک نشي ګټلای، نو د وسلو په زور یې ترلاسه کول غواړي. دا هغه څه دي چې موږ یې نه غواړو بیا په افغانستان کې ولیدل شي. ))
دا مقاله شریکه کړي