ولسمشر اشرف غني ويلي چې له افغانستان څخه د ایران له لارې هندوستان ته نوې صادراتي لاره به میلیونونه افغانان له خارج نړۍ سره ونښلوي
ولسمشر اشرف غني رسماً یوه نوې تجارتي لاره پرانیسته چې افغانستان وکولای شي د ایران له لارې هندوستان ته صادرات ولري او دا به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.
ولسمشر غني د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۴مه، په هغو مراسمو کې چې په لویدیځ ولایت نیمروز ، چې ایران سره سرحد لري، جوړ شوي و، وویل چې دا لاره به په سلګونو کلي او میلیونونه افغانان له خارجي نړۍ سره ونښلوي.
تمه کیږي چې دا نوې لاره به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او خارج ته د افغانانو د مهاجرت مخنیوی به وکړي.
په نږدې کلونو کې په زرګونو افغانانو خپل وطن پرې ایښی او د ښو اقتصادي فرصتونو په لټه کې دي؛ خو ډیری په رضاکاره توګه بیرته خپل وطن ته راستانه شوي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یا (IOM) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۸۰۰۰۰۰ ډیر افغان کډوال افغانستان ته راګرځیدلي.
ولسمشر غني ویلي دا لاره به افغانستان ته د دې توان ورکړي چې بیرونیو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
هغه وویل: (( چابهار بندر د هندوستان، ایران او افغانستان تر منځ د ښو همکاریو نتیجه ده، دا به اقتصادي وده یقیني کړي.))
په کابل کې د اقتصادي چارو کارپوه عارف خان کډوال پروژې ته ويلي چې دا نوې لاره به په وچه کې د ایسار افغانستان دروازې پرانیزي او د ایران د چابهار بندر له لارې به هندوستان ته صادرات ولري. هغه زیاته کړې: (( موږ اوس یو بدیل لرو او دا د چابهار سمندري بندر دی ، دا به افغانستان وصل کړي او موږ سره به مرسته وکړي چې خپل صادرات پراخه کړو او دا به زموږ اقتصاد ته وده ورکړي. ))
دا لومړی ځل دی چې په وچه کې ایسار افغانستان خپل اموال د ایران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته رسوي. د یو اټکل له مخې ۵۷۰ ټنه افغان تولیدات چې وچه میوه، اوبدل شوي ټوکر، غالۍ او معدني محصولات پکې شامل دي، په ۲۳ لاریو کې د افغانستان له زرنج ښار ( نیمروز مرکز) څخه د ایران د چابهار بندر ته روانې شوې چې وروسته به د هندوستان ممبيي ښار ته انتقال شي.
د دې په بدل کې د هندوستان حکومت افغانستان ته خوراکي مواد راولیږل چې په دې کې ۲۰۰۰ ټنه حبوبات او 1.1 میلیون ټنه غنم شامل دي.
د مقاماتو په حواله، باور دی چې هندوستان به تر له ټولو ستر صادراتي هیواد وي. په ۲۰۱۸ کال کې هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۷۴۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې وه.
TMP – 05/03/2019
Photo: Shutterstock
دا مقاله شریکه کړي