د کروناویروس په خپرېدولو سره سم په اروپا کې بې کوره کېدل

د کروناویروس په خپرېدولو سره سم په اروپا کې بې کوره کېدل. په ټوله اروپا کې زرګونه کډوال اوس مهال بې کوره دي. دا حال ته په کټو سره دوی د کرونا ناروغۍ زیانونو او نورو خطرونو سره دیر مواجه دي. د انګلستان حکومت ژمنه کړې چې د دوی د کډوالۍ وضعیت ته په پام سره د ټولو لپاره د سرپناه زمینه چمتو کوي، خو یو شمیر مهاجرینو د یاد هېواد رسنیو ته ویلي چې دوی له کمپونو څخه لرې شوي دي. په شمالي فرانسه، کاله کې، ډیر کډوال په لاس جور شوي کمپونو کې ژوند کوي. په دا غیررسمي کمپونو کې ګنه ګونه دیره ده، نو له همدې امله کډوالو نشي کولی چې خپل فاصله له نورو څخه وساتي. دوی پاکې اوبه او صحې محصولاتو لکه صابون ته هم لاسرسی نلري. په هر حال دوی له ډیرو مشکلاتو سره د کروناویروس ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي. بل خوا په ټوله اروپا کې، ډیری خیریه ادارې هم د مرستې ځنډولو ته اړ شوې، چې بې کوره شوي کډوال نور هم زیانمنوي. که تاسو مهاجرت کول غوارئ، لومړی له حقایقو خبر شئ.