کابل د ورودي ویزې نوي خدمتونه وړاندې کوي
افغان حکومت د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ویزې یو نوی سیستم ګټې اخیستنې ته چمتو کړ. د ویزې په دغه نوي سیستم سره به سوداګر وکولای شي چې هوايي ډګر ته له را رسیدو سره سم د ویزې غوښتنه وکړي.
بریت ډالټن (Bret Dalton ) لومړنی امریکايي سوداګر و چې کابل ته له را رسیدو سره سم یې له دغه خدمته ګټه واخیسته.
بریټ ډالټن وویل : (( دا د افغانستان لپاره یو ستر ګام دی. دا هغه څه دي چې ما د سیمې په نورو هیوادونو کې لیدلي و. دا یو مثبت حرکت دی. )) هغه همدارنګه د دې هیله وښوده چې د افغانستان د هوايي چلند په برخه کې به پانګونه وکړي.
دغه نوې برخه سوداګرو او پانګوالو ته د دې فرصت ورکوي چې له را رسیدو سره سم، د درې کالو اعتبار لرونکې ویزه ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال فیروز خان مسجدي وویل: (( د پانګه اچوونکيو لپاره د ویزې ورکولو د دغې برخې هدف دا دی چې بهرني پانګه اچوونکي وهڅوي او هغوی ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي. ))
د ولسمشر د ارشد مشاور لپاره د رسنیو د دفتر مشر سمیر را سا وویل: (( پخوا دلته د بهرنیو پانګه اچوونکیو لپاره دغه شان امتیازات او اسانتیاوې نه وې. دوی له سترو ستونزو سره مخ کیدل.دوی به د افغانستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره په مختلفو سیمو او سفارتونو کې کوښښ کاوه. ))
راسا زیاته کړه چې د ټولو هیوادونو پانګه اچوونکي درخواست کولای شي او هر څوک چې معیارونه پوره کړي، هغه ته به ویزه چمتو شي.
تمه ده چې د پانګه اچوونکیو لپاره د ویزې اسانتیاوې به ډیر پانګه اچوونکي افغانستان کې د پانګونې لپاره علاقمند شي. دا کار به افغانانو ته په خپل هیواد کې په کار موندلو کې مرسته وکړي.
دا مقاله شریکه کړي