د فرانسې پولیس، کډوالو ماشومانو سره په ناوړه چلند تورن شول
د فرانسې پولیس په شمالي ښار کالایس کې د کډوالو پر وړاندې سخت زور کاروي، په دغو کډوالو کې ماشومان هم شامل دي. دا خبره د کډوالو د حقونو د معلوماتو پروژې په یوه نوې سروې کې راغلې ده. راپور ادعا کړې چې د شدید زور کارونې له کبله په ګڼو پېښو کې د ماشومانو هډوکي مات شوي دي.
د اریتیریا اوسیدونکی ۱۶ کلن کډوال وايي چې کله یې هڅه کوله هغې لارۍ ته پورته شي چې انګلستان ته روانه وه، د فرانسې پولیسو له خوا سخت ووهل شو.
هغه زیاتوي: (( کله چې مې کوښښ کاوه لارۍ ته پورته شم، پولیسو پیدا کړم پر مخ مخ یې په سوکانو ووهلم. له هغې وروسته مې له هیچا څخه هیڅ ډول پاملرنه ونه لیده. ))
د جنوبي سوډان یو بل اوسیدونکی ۱۷ کلن کډوال خپله خاطره داسې بیانوي: (( پولیسو په کوتک وهلم، زما لاسونه ژوبل شول او مخامخ غاښونه مې مات شول. دوی همدارنګه زما پر مخ اوښکې بهوونکی ګاز را وشینده.))
راپور د یوه ۳۵ کلن سړی نقل قول هم راخیستی، هغه وايي چې پولیسو ډیر بد وهلی دی، کله چې هغه غوښتل د خوړو د ویش ځای ته لاړ شي، پولیسو یې هډوکي مات کړل.
په دې راپور کې له ۲۳۳ کډوالو سره مرکې شوي چې ۹۴ پکې ماشومان وو چې شاوخوا ۱۲ کاله عمرونه یې درلودل. له دوی څخه ډیرو یې د تاوتریخوالي بیلابیلې درجې تجربه کړي او د فرانسې مسوولینو په لاس یې زور زیاتی لیدلی دی.
د اریتیریا اوسیدونکې ۱۷ کلنې نجلۍ ویلي چې پولیسو یوې لرې سیمې ته ویوړه او هملته یې خوشې کړه. هغه هیڅ نپوهیده چې چیرته ده .درې ساعته یې نیمه شپه مزل وکړ او بیرته کالایس ته راغله.
د پولیسو لخوا د کډوالو په مرکزونو کې د ناوړه چلند د ادعاوو سر بیره ، همدارنګه د وهلو، خوړو، اوبو او تشنابونو څخه د محروم ګرځولو په اړه د کډوالو شکایتونه هم خپاره شوي دي.
ماډي هاریس ( Maddie Harris) چې دغه څیړنه یې مخکې وړې، باوری دی چې د فرانسې پولیس په مکرره توګه د کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
هغې د انډیپنډیټ ورځپاڼې ته ویلي: ((داسې ښکاري چې پولیس افسران په ځانګړې توګه د بلوا ضد پولیس، بیچاره کډوال او پناه غوښتونکي هیڅ په پام کې نه نیسي، د بې سرپرسته ماشومانو په شمول په کډوالو اوښکې بهوونکی ګاز کاروي، وهي یې، د هغوی شیان اخلي لکه د خوب بیکونه، کمپلې، تیلفونونه او بوټان.))
کله چې د کالایس سیمې ځايي مسوولین له دغو ادعاوو سره مخ شول، نو مستقیماً یې مسوولیت ونه منه. د دې پر ځای، مقاماتو پخوانۍ بیانې ته رجوع وکړه، او استدلال یې کاوه چې په سیمه کې د پولیسو مشر به افسرانو ته ور په یاد کړي چې باید اصول رعایت کړي.
دا مقاله شریکه کړي