یو افغانی شرکت به یو میلیون افغانانو ته بریښنا چمتو کړي
د بیات پاور د انرژۍ څانګې له افغان حکومت سره د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د بریښنا د جوړولو امر تر لاسه کړ. تولید شوې بریښنا به د افغانستان د بریشنا شرکت، چې د بریښنا ملي شرکت دی، لخوا وویشل شي.
د قراداد د لاسلیک مراسم د اپریل په لومړۍ، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسشمر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې جوړ شوي و. په دې مراسمو کې د افغانستان د بریشنا شرکت اجرایوي رییس امان غالب، د بیات پاور موسس او د بیات ګروپ مشر ډاکټر احسان بیات وروستی تړون لاسلیک کړ.
دا پروژه به د افغاني انرژۍ د ایجاد، تولید او توزیع په برخه کې د پرمختګ شاهده وي، د انرژۍ له اړخه د افغانستان پر ځان بسیا کیدنه به پیاوړې کړي او دا به همدارنګه ثابته او ارزانه بریښنا د افغانستان خلکو ته چمتو کړي.
ډاکټر بیات د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل: (( موږ غواړو له افغان حکومت سره کار وکړو. زموږ تخنیکي شریکان او تر ټولو مهم زموږ ملګري خلک، لیوالتیا لري چې د خپل ماموریت له لارې داسې دندې او کاري فرصتونه چمتو کړي چې هیواد د ننه ترې ملت ګټه واخلي.)) د هغه په وینا،له افغان حکومت سره د دې پروژي د عملي کولو له لارې به یو ملیون (1,000,000 ) وګړو او کار و بار ته بریښنا چمتو شي.
په دې مراسمو کې لوړ پوړو حکومتي چارواکیو لکه په زیربنايي چارو کې ارشد سالاکار محمد قیومي، مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان او د اقتصادي او بانکونو چارو ارشد سالاکار اجمل احمدي برخه اخیستې وه.
ډاکټر بیات وویل: (( زموږ کمپنۍ افغانۍ ده، دې ته ژمنه ده چې د افغانستان د طبیعي ګازو غني زیرمو ته وده ورکړي. نو موږ کولای شو چې افغانانو ته باوري او ارزانه بریښنا چمتو کړو. د افغانستان د کورني انرژي پر صنعت پانګونه او د خپل وطن د انرژي د تولید ډیروالی به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او د نوو کمپنیو ، دندو او کارونو په موندلو کې به مرسته وکړي او دا به زموږ ټول هیواد ته ګټه وه رسوي. ))
دا مقاله شریکه کړي