افغانستان به عرب متحده اماراتو ته د ۲۵۰۰ کارګرو لومړۍ ډله واستوي

د افغان کارګرو لومړۍ جوپه به په راتلوونکیو درېیو میاشتو کې له افغانستان څخه عرب متحده اماراتو ته واستول شي. دا خبره د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت د روان کال د جنوري په ۱۱ مه کړې ده. وزارت زیاته کړې چې د ۲۵۰۰ کارګرو لومړۍ جوپه به له ټولو ولایتونو څخه د کاري وړتیاو په اساس انتخاب شي. دا د مسلکي او مهارت لرونکیو کارکوونکیو لپاره د کار موندنې غوره چانس دی.

د یاد شوي وزارت ویاند عبدالفتاح عشرتزي ویلي: (( موږ دا کار پیل کړی . موږ پتیلې   چې له ۲۵۰۰ ډیر کارګر په مارچ کې ولیږو، خو دا لړۍ به لومړی امتحاني وي. عملي پروسه کار لاندې ده، چې دا د ګومارنې لړۍ ده. ))

د افغانسان  او متحده عرب اماراتو تر منځ دغه تړون نږدې اوه میاشتې وړاندې لاسلیک شوی. افغانستان ورته تړونونه له سعودي عربستان، ترکیې او قطر سره هم لاسلیک کړي چې په دې توګه د بیکارۍ له ستونزې سره مقابله وشي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید محمد علي مشعل ویلي: (( د بیکارۍ موضوع د حل لپاره یوه لنډ مهاله لاره دا ده چې کارګر نورو هغو هیوادونو ته ولیږل شي چې له موږ سره دوستي لري.دا یو مثبت ګام دی. ))

له هیواده بیرون د کار بازار ته پراختیا ورکول له هغو لس ګونه زرو بې دندو افغانانو سره اسانه مرسته ده چې د کمزوري اقتصاد له کبله له ایران څخه بیرته راګرځي. د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۰۰ ډیر افغانان د روان کال د جنوري له لومړۍ راهیسې افغانستان ته را ګرځیدلې دي.

د کډوالۍ له پروژې سره په یوه ټیلفوني مرکه کې د اقتصادي چارو ماهر بصیر یادګاري ویلي: (( دا یو مثبت ګام دی چې  د ملي وحدت حکومت لخوا اخیستل شوی. خو دا د موجوده بیکارۍ تشه نشي ډکولی.هیله لرم چې حکومت د هیواد په داخل او بیرون کې خلکو ته د کارونو په موندلو کې کوښښونه زیات کړي، د کار مارکیټ ته وده ورکړي. دا کار به د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي ثبات لامل شي. کله چې د خلکو د خرید صلاحیت لوړیږي نو د افغانستان کلنۍ عاید هم ورسره لوړیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال ۴۰۰۰۰۰ تازه کار پلټونکي، په کاري ځواک ور اضافه کیږي. اوسمهال شاوخوا 1.9)) میلیونه کسان وزګار دي.

TMP – 30/02/2019

افغانستان به عرب متحده اماراتو ته د ۲۵۰۰ کارګرو لومړۍ ډله واستوي

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ.

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ، زمونږ همکار به ستاسی پوښتنی ته ځواب ووایی، ستاسی هویت به خوندی وی.

د کډوالۍ په اړه د حقایقو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ


If in France

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ